پوروړې امريکا د سپما په هيله پوځ کموي

پوځ

امريکايي پوځيان کميږي خو د افغان جگړې لپاره بوديجه يې لا پر ځاى ده

د امريکا د دفاع وزير لېوان پونيټا ويلي چې د لسو کالو پرله پسې جنګونو درانه لګښتونه غوښتل او په قول يې د دغه لګښتونو په برکت موږ د امريکايي پوځ برلاسي نوره هم غښتلې کړه.

لکه له مخه چې ويل کېده په سمندري پوځ کې يې په سړو او پيسو دواړو کې د ښه ډېر کمولو اعلان وکړ.

د دې امر له مخې په سمندري او هوايي ځواکونو کې د وسلو او اسانتياو ښه سم کنډو جوړيږي.

يوازې له مځکني ځواک څخه يې سل زره سرتيري کميږي.

د سرکار له قوله چې د دې مخ په ايسته يې پوځ د ارام سمندر و خواته ډېر ګوري.

دوه غونډه يې له اروپا راپرشا کېږي.

د لېوان پونيټا له بيانه پر ځانګړو ځواکونو او د داسي وسلو پر جوړولو به ډېري پيسي ولګوي چې بېله سړيه کار ځنې اخيستل کېږي او که دا نخښه رښتيا ده د امريکا دښمن د نړۍ په هر کونج کې نه شي ځنې تللای.

د افغانستان د جنګ لپاره له کانګرسه ۸۸ ميليارده ډالر نور هم غواړم

د امريکا د دفاع وزير

د دفاع وزارت يې وايي چې دغه لګښتونه په را روانو لسو کالو کې وار په وار کموي.

افغان جنگ

همدارنګه يې د ۲۰۱۳ ميلادي کال لپاره د ۵۲۵ ميلياردو ډالرو د بېلولو وړانديز کړی چې د روان کال تر بوديجې شپږ ميليارده کمي پيسې دي.

د دفاع وزير يې دا هم ويل چې د افغانستان د جنګ لپاره له کانګرسه ۸۸ ميليارده ډالر نور هم غواړي.

کارپوهان يې ګردسره پردې لا بيريږي چې نه ويل کېږي د ناببرو اړتياو پښېده به د دې نخښې په پيسو کې نور کنډو هم جوړ کړي.

د جمهوري غوښتونکو او ډيموکراټانو د امريکا په کلني لګښت کې نه سره جوړېده د پينټاګان زړه ځکه نور هم ور اچولی چې د ۲۰۱۳ميلادي کال په پیل کې د خپلې خزانې شپږ سوه ميليارده نور هم بايلي چې د دفاع وزير يې په خپله منل چې ويل يې اسانه دي خو کول يې ګران دي.

يو شمېر کارپوهان يې پر دې بيريږي چې که د دفاعي اړتياو سم غم ونه خوړل شي نو په لسو کالو کې به ټوله جنګي تګلاره له ښې ور وباسي.

څېړونکې وايي چې امريکا دا کار د ډېرو زياتو پورونو دلاسه کوي خو دفاع وزارت ځينو چارواکواو ځينو کانګرسيانو له مخه لا ويلي دي چې د دفاعي چارو د پيسو کمېده د ستراتيژۍ پر تاوان سربېره د امريکا سيالانوته د کمزورۍ ښکاره اشاره ده.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012

.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .