هندي چلوونکي په بس نهه کسه ووژل

هند

شاهدان وايي بس چلوونکي دومره زياته ويره خوره کړې وه چې خلکو د ځانونو ژغورلو لپاره هرې خواته منډې وهلې.

د هندوستان د مهاراشټر په ايالت کې د يوه حکومتي بس چلووونکي په ناسم لاس بس چلوولو سره نهه کسان وژلي او ٢٧ ېې ژوبل کړي دي، د دوى څخه د ډيرو وضعه خرابه ښودل شوې ده.

د هندوستان د خبري اژانس ترمخه پوليس تر يوه ساعت پورې بس پسې وو. د بس چلوونکي ته چې هر څوک او هر څخه مخې ته ورتلل په بس موټر يې وهل.

شاهدان وايي بس چلوونکي دومره زياته ويره خوره کړې وه چې خلکو د ځانونو ژغورلو لپاره هرې خواته منډې وهلې.

پېښه چې د 'پونې' په ښار کې رامنځ ته شوې وه ، بس چلوونکى نيول شوى دى او پلټنې ورڅخه روانې دي.

ځينې راپورونه وايي چې بس چلوونکى کېدى شي له روحي پلوه پرېشانه وو، خو پوليس ويلي دي چې له پلټنو وړاندې به په دې اړه هيڅ نه وايي.

د بس چلوونکي نوم سنتوش ماني ښودل شوى خو هدف په اړه ېې څه نه دي ويل شوي.

نوموړي په پېښه کې ٤٠ موټرو ته تاوان رسولى دى.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012

.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .