
طنطاوي وویل" ټول باید وویاړو چې په وروستیو ټاکنو کې ګڼو خلکو ګډون کړی و."
مصر کې نن د پراخو مظاهرو د ترسره کولو غوښتنه شوې چې يو کال وړاندې په همدې ورځ د هغو مظاهرو دپيل لمانځنه وشي چې د حسني مبارک رژيم يې نسکور کړ .
احتجاج کوونکي شکايت لري، چې تير فبرورۍ کې له کله نه چې پوځيانو واک نيولى، هيواد کې کافي بدلونونه نه دي راغلي.
لکه څنگه چې جان لين په خپل دې رپوټ کې کاږي ،يو کال وړاندې مصر کې د مظاهرو پراخوالې ټول هيښ کړي وو .
دغو مظاهرو ډير ژر حسني مبارک اړ کړ چې له واکه لاس واخلي . له هغه مهاله يو کال وروسته دادى څو اوونې کيږي چې دغلته خلک د نويو مظاهرو د پلان په اړه غږيږي .
چارواکو قاهره کې د تحرير د ډگر په شاوخوا کې کانکريټي خنډونه جوړکړي چې مظاهر ه کوونکي کنټرول کړي.
مخالفين وايي دوى غواړي چې ډېر ژر پوځي حکومت ختم شي ، او شکايت لري چې لاهم زوړ رژيم واک چلوي.
خومصر کې لوى سياسي ځواک، اخوان لمسلمين پارلمان کې د يوه لوى سياسي گوند په توگه د خپلو څو کيو د نيولولمانځنه کوي.
د پردې شاته دوى له پوځيانو سره ددې کال په وروستيو کې په سوله ييز ډول د واک د ليږدولو په اړه په خبرو اترو بوخت دي.
په دې ډول دانه ده معلومه چې دا نوى احتجاج به ددريدنې سبب شي او يابه يوازي د مصر دخلکو د واک لمانځنه کوي.





































