سروې: ګرځنده ټیلفون په اقتصاد او ژوند کې ګټور پرېوتی

نايجريا کې پوښتل شويو ويلي مبايل ټيلفون يې د هېواد د اقتصادي بري لپاره مرکزي ارزښت لري.

يوې نوې سروې ښوولې چې د نويو مخ پر وده هېوادونو ډيری خلک ګرځنده ټيلفون د خپل هېواد د اقتصادي بري او د خپل ژوند د ښه والي لپاره خورا مهم ګڼي.

په دغه نظر پوښتنه کې چې په ۲۲ هېوادونو کې د بي بي سي لپاره ترسره شوې، څه باندې يوويشت نيم زره کسه پوښتل شوې دي.

هغه هېوادونه چې خلکو په کې ويلي ګرځنده يا مبايل ټيلفون يې د اقتصاد لپاره ډېر ضرور يا ډېر مهم دی په مخ په ودې نړۍ کې دي.

د بېلګې په توګه په نايجريا کې پوښتل شويو نژدې کسانو ټولو په يوه خوله ويلي چې مبايل ټيلفون يې د هېواد د اقتصادي بري لپاره مرکزي ارزښت لري.

په مصر کې په سلو کې ۹۲ کسانو، په فلېپين کې ۸۸ او په اندونيزيا کې ۸۲ کسانو دا ډول نظر څرګند کړی دی.

په نويو مخ پر وده هېوادونو کې خلکو د خپل ژوند په ښه والي کې هم مبايل ټيلفون ډېر مهم او اړين بللی دی.

خو په صنعي يا پرمختللو هېوادونو کې په پرتله ييزه توګه کمو خلکو ويلي دي چې ګرځنده ټيلفون يې د هېواد د اقتصاد د بريا لپاره يا د شخصي ژوند لپاره مهم دی.

د بېلګې په ډول په فرانسه کې په سلو کې یوازې ۲۵ کسانو ويلي دوی باور لري چې مبايل ټيلفون يې ډېر مهم دی.

په برتانيا کې په سلو کې ۳۷ کسانو ويلي دوی فکر کوی چې مبايل يې د شخصي ژوند لپاره اړين او يا هم ډېر اړين دی.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012

.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .