سيد عبدالرحیم
نيويارک

ګينګريچ د امريکا په تفوق طلبو سپين پوستو کې ډېر زيات ملاتړ لري.
لکه څنګه چي يې د لوېديځ څېړونکو اټکل کاوه د ريک پيري پرشاکېده او د سوت کوريلاينا په ټاکنو کي د محافظه کارانو دټل يو ځای کېده پر ميټ رامني ديوې يوې لارې د بندېدو او کلابندۍ مانا درلوده، هغسي هم وشول.
له بلې خوا، د ميټ رامني ټاکنيزو ځغاستو ته د ځينو په ګومان خپلې پېسې او ډېره دنيا هم ځکه بلا شوې وه چې سرکار د ماليې د ورکړې اسناد ترې غوښتل.
دا هغه ځای و چې جمهوري غوښتونکي په خپلو څلورو نوماندانو کې يو خوښاوه، خو اصلي ډغره يې دوو نوماندانو ميټ رامني او نيوټ ګينګريچ تر منځ وه.
ميټ رامني چي ځينې امريکايان يې د امريکا د نوې زمانې سړی بولي، د خپل ګوند د يو داسې نوماند نيوټ ګينګريچ سره ښکر په ښکر و چې برابر د جمهوري غوښتونکو د ګوند د زاړه فکر رايه ورکوونکي يې يو يوپسې ولاړ ول.
تردې چې د خپل ګوند يوه سرزوره نوماند ان ريک پيري ترخپلې نوماندۍ ورته تېر شو او له ده سره ودرېد.
ګينګريچ د امريکا په تفوق طلبو سپين پوستو کې ډېر زيات ملاتړ لري.
دی د امريکايانو په دې زاړ فکر اوس هم عقيده لري چي (څه دې کول پلار او نيکه دې کول)
د نوماندۍ دغه ټاکنې امريکايي څېړونکو په دې هم مازي نه بللې چې د اتيايمې لسيزې راهيسې د سوت کوريلاينا مرغه چې د کوم نوماند پرسر کښېناستلی نو د سپيني ماڼۍ تخت وتاج د هغه په پچه ختلی دی.
که څه هم دغه ډول ټاکنې وروسته د امريکا په نورو ايالتونو کې هم کېدونکي دي،
پردې سربېره چې د امريکا په دغه ټاکنو کې د عامو امريکايانو لپاره ترټولو لويه خبره دکارونو ميندل دي.
ميټ رامني چې سوداګر دی د کارونو د پيداکولو نارې ورته وهلې خو د بلې خوا زاړه د سپين پوستو بډايانو امريکايانو بيا نه ورسره جوړېده.
عامو امريکايانو ته که څه هم د کارونو پيدا کېده مهم دي خو د نوي سرکار په جوړولو او خوښولو کي د سپين پوستو بډايانو زور تل ډېر زيات وي دغه يې علت بلل کيږي چې د عامو امريکايانو ډېره کمه سلنه رايو ته ورځي.
پردې سربېره نوماندان يې ځينې داسې تورونه يو پر بل لګوي چي عام امريکايان يې په کيسه کي هم نه وي چې ښه بېلګه يې د نيوټ ګينګريچ ديوې پخوانۍ ښځې دا تور و چې ويل يې ګينګريچ د امريکايانو په اوپن ميريج عقيده لري.
اوپن ميريج په ګڼ شمېر امريکايانو کې داسې دود دی چې مېړه او ماينه په ناروا کولو راضي وي.

د نيوټ ګينګريچ يوه پخوانۍ ښځه دا تور لګوي چې ګني مخکنی میړه يې ګينګريچ د امريکايانو په اوپن ميريج عقيده لري.
د لوېديځ خبريالانو دا اټکل ریښتيا شو چې اوونۍ له مخه يې شک کاوه چې جمهوري غوښتونکي به ميټ رامني د ډموکراټانو سيالۍ ته ور وباسي.
شک يې دوی دا باله چې د خپل ګوند د محافظه کارانو نه خوښيږي او د يو داسې ساړه کس په سترګه ورته ګوري چې د هر امريکايي پرخوا يې ور اواروي.
ځکه نو محافظه کاران ټول دې جوړېدلي ول چې د سوت کوريلاينا په ټاکنو کې يې په يو ډول د ډولو کار ور وکړي او دا کار يې وکړ.
د امريکايي سرکار په قول جمهوري غوښتونکي به ان د دوبي په پای کې خپل نوماند رامخ ته کړي.
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .