
په پام کې ده چې ولسي جرګه خپله لومړنۍ غونډه د جنورۍ پر ۲۳مه وکړي.
د مصر د پارلماني ټاکنو پایلو کې اسلام پالې ډلې تر نورو ډېرې رایې ګټلې دي.
اخوان المسلمین له ټول ټال رایو درې برخې خپلې کړې دي.
د مصر د ټاکنو عالي قضايي کمیسیون دغه رایې اعلان کړې.
د ولسي جرګې د ۴۹۸ څوکیو لپاره دغه ټاکنې په درو پړاوونو کې د تېر نومبر پر ۲۸مه د جنورۍ تر ۱۹ پورې ترسره شوې.
وړاندې د مصر د واکمنې وسله والې عالي شورا رییس حسین طنطاوي په پارلمان کې د لسو غړو د ټاکل کېدو فرمان صادر کړی و، چې سره له دوشنبې یې غوڼدې پیلېږي.
په دې لیست کې څلور قبطیان هم له جنوبي سیناء څخه دي.
د پوځي واکمنې شورا لخوا ټاکل شوي غړي
- طارق مكرم شاكر،
- ياسر صلاح عبد المجيد،
- عبد الله محمد المغازي،
- عبد الله سليم جهامة،
- جورج ناجي مسيحة،
- شريف محمد عبد الحميد،
- عمر صابر عبد الجليل،
- سوزي عدلي ناشد،
- بريان ملاك كمال،
- حنا جرجس جريس.
د ویلو ده چې د مصر د پاڅون ځوانانو چې د مصري فعالانو او پاڅونکوونکو له ډلې څخه دي، د پوځي شورا له خوا یې د پارلمان د غړو د ټاکلو پر پرېکړه اعتراض کړی.
په پام کې ده چې ولسي جرګه خپله لومړنۍ غونډه د جنورۍ پر ۲۳مه وکړي.
او د مصر د پارلمان د مشرانو جرګې ټاکنې د روانې جنورۍ پر ۲۹مه ترسره کېږي، چې د فبرورۍ پر شلمه به پای ته ورسېږي.
كلنټن
د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د تیلې فون پر کرښه د مصر د باندینیو چارو وزیر محمد عمرو د مصر د سیاسي او اقتصادي وضعیت په اړه غږېدلې ده.
نوموړې له خپل مصري سیال سره د سوریې پر وضعیت هم خبرې کړې.























