بي بي سي پښتو ټکی کام

د پاکستان د کورنيو چارو وزير دا ونه ويل چې ناروې د څه شي جاسوسي کوله
د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملک د مشرانو جرگې ته ويلي دي چې د ناروې استخباراتي کارکونکو د حکومت له اجازې بغېر په پاکستان کې فعاليتونه کول.
د جمعې په ورځ ( د جنوري ٢٠) د مشرانو په جرگه کې پاکستاني وزير تر هغه وروسته ځواب ورکولو ته اړ شو چې د جاسوسانو خبر د ناروې د استخباراتو مخکينۍ ريسې اعلان کړ.
رحمن ملک په اسلام اباد کې د مشرانو جرگې يا سنټ د يوې اعتراضي وينا په ځواب کې وويل چې يو هېواد پر بل هېواد کې جاسوسي کوي نو په پټه يې کوي او اجازه نه اخلي.
د کورنېو چارو وزير نور تفصيل ورنه کړ چې په پاکستان کې د ناروې د جاسوسانو شمېر څومره دى او دا چې لا هم د دۀ په هېواد کې د ناروې جاسوسان شته او که وتلي دي.
دۀ دا هم ونه ويل چې د ناروې جاسوسان د کومو مسايلو د معلومولو لپاره په پاکستان کې بوخت وو.
رحمان ملک څرگنده کړه چې په بلوچستان کې يو شمېر جاسوسان نيول شوي دي او ويې ويل چې بلوچستان ته ، د ډېره اسماعيل خان او له نورو لارو، د بهرنيانو پر تگ بندېز لگيدلى دى.
د پاکسان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې دوى خبر شوي او په دې اړه د تفصيلاتو تر لاسه کولو لپاره د ناروې له حکومت سره تماس کې دى .
په پاکستان کې د ناروې د داخلي امنيت استخباراتي ادارې،
پي ، اېس ، ټي د چارواکو د موجودگي د خبرونو تر افشا کېدو وروسته د هېواد د استخباراتي ادارې مشرې جين کرسېچيانسن استعفى ورکړه وه.
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .