تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
د برتانیا په طبي ژورنال British Medical Journal کې برتانوي پوهانو د یوې څېړنې په پایله کې وویل چې د انسان د دماغ کمزوري په ۴۵ کلنۍ کې پیلېږي.
څېړونکي وايي، په نارینه وو او ښځو کې کې د څیزونو له یوبل سره د تړاو وړتیا ۳.۶ په سلو کې ده، هغه هم داسې مهال چې دوی د ۴۵ او ۴۹ کلونو ترمنځ عمر کې وي.
دغه لس کلنه څېړنه پر هغو څه باندې ۷ زرو حکومتي کارکوونکو ترسره شوې، چې عمرونه یې د ۴۵ او ۷۰ کلونو ترمنځ دي.
مخکنیو څېړنو ویلي وو چې د انسان د دماغ کمزوري له ۶۰ کلنۍ مخکې نه پیلېږي، خو تازه څېړنو ثابته کړه چې دغه کمزوتیا د عمر له نیمايي نیولې تر پایه یې دوام کوي.
© 2012
.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .