ډيويډ اوبراين
پښتو بڼه : متين سمسور

جنرال بشبو تير کال تقاعد وکړ
جنرال بشبو چې تيرکال د ترکيې د پياوړي پوځ له مشرتوب نه تقاعد وکړ، له اوږدې مودې راهيسې د لومړي وزير طيب اوردوغان د منځ لارې حکومت منتقد وو.
خو نيول کيده او بندي کيده يې ډير کسان هيښ کړي دي.
ترنيول کيدو دمخه له هغه نه څو ساعته پوښتنې گروېږنې وشوې. هغه د يوې ترهگرې ډلې چې د حکومت د پرځولو پلان يې درلود، پر مشرۍ تورن دى.
خو د رپوټونو ترمخه ده دغه تورونه رد کړي دي.
دغه ادعاوې د يوې توندلارې ملتپالې ډلې له لورې د حکومت د پرځولو پر ادعا شوې دسيسې له درې کلنو پلټنو راوتلي دي.
د دغو پلټنو په پايله کې په سلگونو کسان نيول شوي چې په دې ډله کې د ترکيې د پوځ ٥٨ جنرلان او اميرالبحران پړۀ بلل شوي دي.
پوهان ، روڼ آندې او خبريالان هم په نيول شويو کسانو کې شامل دي.
جنرال بشبو له هغه څو ساعته وروسته ونيول شو چې په يوه محکمه کې يې دهغو خبريالانو په اړه شواهد وړاندې کړل چې د ايرگينکون ډلې لپاره د ويپاڼې پربرابرولو تورن دي.
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .