
تښتول شوى کس له سرۀ صليب سره په کار بوخت و
د کوټې د چمن ہاوسنگ اسکیم سيمې څخه د پنجشنبه په ورځ ناڅرگندہ وسلہ والو کسانو د يوې نړيوالې مرستندويې ټولنې ، سرۀ صليب، يو بهرنى کارکوونکى وتښتاوۀ.
تښتول شوى ډاکټر خليل ډيل نومول شوى دى.
ويل کيږي چې دغه پېښه هغه وخت وشوه چې دى په موټر کې د دفتر په لور رهي کيدل.
تښتونکو د دوى موټر او چلونکى پرايښي دي.
پوليس د پېښې سيمې ته رسيدلي او هلته يې خپلې لومړنۍ پوښتنې گرويږنې د سرۀ صليب له کارکوونکو او نورو څخه پيل کړي دي.
پوليس وايي دوى له کوټې دباندې تلونکې ټولې لارې هم څارلي او د دوى په وينا پر شکمنو کسانو څار کوي.
تر اوسه څوک نيول شوي نه دي او نه هم چا د دغې پېښې پړه په غاړه اخيستې ده.
د کوټې د پوليسو مشر حسن محبوب بي بي سي ته وويل تښتول شوى بهرنى يمني الاصله برتانوى دى.
د ښاغلي محبوب په وينا څلور وسله وال کسان په دې تښتونه کې ښکېل وو.
ډآکټر خليل ډيل له تيرو شپږو مياشتو په بلوچستان کې په روغتيايي چارو کې د ځايي خلکو مرسته کوله.
په ٢٠٠٩ کال کې هم يو بهرنى مرستندوى له کوټې تښتول شوى و چې وروسته بيا خوشي شو.
د هغه بهرني د تښتولو پړه بلتون غوښتونکو بلوڅانو په غاړه اخيستې وه خو دا ځل لا تر اوسه چا د پېښې مسووليت نه دى منلى.
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .