
فائزه رفسنجاني د پارلمان د مخکنۍ دورې وکیله وه.
په ایران کې یوې محکمې د مخکني ولسمشر علي اکبر هاشمي رفسنجاني لور فائزه د نظام پرضد فعالیتونو کې د لاس لرلو په تور په شپږ میاشتو بند محکومه کړې ده.
د فائزې محاکمه تېره میاشت په پټ ډول ترسره شوه.
د ایران (مشرق نیوز) وېبپاڼې، چې د محافظه کارو پلوي کوي، ویلي محکمې پر فائزه رفسنجاني د پنځو کالو لپاره په هر راز سیاسسي، کلتوري او رسنیو کې د فعالیت بندیز لګولی.
فائزه کولی شي چې په ۲۰ ورځو کې د استیناف غوښتنه وکړي.
خبریالان وايي شاید محکمه د هغې د بند سزا راټيټه کړي.
فائزه رفسنجاني په وروستیو میاشتو کې له خبریالانو او ورځپاڼو سره ډېرې مرکې کړې، او د خپل پلار له دريځ یې کلکه دفاع کړې ده.
داسې ښکاري چې له خپل پلاره دفاع کولو ستونزه ورته پېښه کړې ده.
رفسنجاني دا ردوي چې ګني د سیاسي مخالفو مشرانو میر حسین موسوي او مهدی کروبي پرضد یې خبرې کړې.
د ویلو ده چې فائزه رفسنجاني د ایراني پارلمان د مخکنۍ دورې وکیله وه، چې د حکومت ضد مظاهرو کې د ګډون په تور په تېره فبرورۍ کې ونیول شوه.
په دې وروستیو کالو کې د مخکني ولسمشر هاشمي رفسنجاني میله وال په کمېدو شول، همدا وه چې ایران د هغه رسمي وېبپاڼه هم وتړله.
























