ايران نور توغندي ازمويلي خو وايي هرموز به نه تړي

ايران ازموينې

د ايران سمندري ځواکونو ويلي د توغنديو دواړه ازموينې يې بريالۍ وې.

ايران وايي په هرموز تنګي کې به د بېړيو تګ راتګ پر مخ خنډونه نه جوړوي.

په دې وينا يې خپل هغه ګواښ نرم کړی چې تېره اوونۍ يې د سمندر دغې بوختې سيمې په اړه کړی و.

دغه تنګی د تېلو لېږدونې لپاره د نړۍ يوه مهمه لار بلل کېږي.

تېره اوونۍ ايران ګوتڅنډنه کړې وه که يې لوېديځ د تېلو پر صادرونې بنديزونه ولګول دوی به دغه تنګی وتړي.

دغه اعلان په هرموز تنګي کې د پوځي سمندري تمرينونو پر وروستی ورځ شوی، چې ايران يې په اړه ويلې ګنې په بريالي ډول يې دوه نور توغوندي هم په کې ازمويلي دي.

هرموز تنګی په بشپړ ډول زموږ په واک کې دی، بشپړ امنيت يې زموږ سره دی او د هرموز تنګي کنټرول مو هم په بشپړه په واک کې دی

د ايران د سمندري ځواکونو يوه قوماندان حبيب الله سياري

دغه تمرينونه د پوځي ځواک ښوونه ګڼل کېږي.

د ايران سمندري ځواکونو ويلي د توغنديو دواړه ازموينې بريالۍ وې، او په وينا يې د ايران په خپله جوړ کړي بېړيو-ضد توغندي وو، چې خپله موخه يې ويشتلې او ويجاړه کړې ده.

فرانسې دغه ازموينې د خواشينۍ وړ بللې دي. د ايران د سمندري حواکونو يوه قوماندان حبيب الله سياري د خپل هېواد حکومتي ټلوېزيون ته وويل چې ګنې ايران پر هرموز تنګي ولکه لري:

"هرموز تنګی په بشپړ ډول زموږ په واک کې دی، بشپړ امنيت يې زموږ په واک کې دی او د هرموز تنګي کنټرول مو هم په بشپړه په واک کې دی."

د بي بي سي د ايران چارو خبريال جېمز رېنولډز وايي ايران له خپلو پوځي تمرينونو په ګټه غواړي وښيي ګنې خليج د دوی ملکيت دی او دومره پوځی توان لري چې د خپلې واک لرنې پروړاندې د هر ګواښ دفاع وکړي.

اتومي پروګرام او د بنديزونو لګونې فشار

د ايران پوځی تمرينونه په داسې وخت کې ترسره کېدل چې د ايران او لوېديځ ترمنځ د دغه هېواد د اتومي هيلو پر سر ترينګلتيا په زياتېدو ده.

تېره اوونۍ تهران د هغو راپورنو په اړه غوسه ناک غبرګون څرګند کړ چې په ويل شوي وو، ګنې لوېديځ هېوادونه پر ايران د لا نورو بنديزونو لګولو تابيا لري چې موخه يې تېلو او مالي چارو برخې دي.

خو د بي بي سي خبريال وايي ايران د بنديزونو د اغېز په اړه اندېښمن دی، او هيله لري نړۍ ته وښيي چې لا تر اوسه د دې توان لري چې دکومې بلې خوا له مرستې پرته هم خپل پوځي ځواک جوړ کړي.

د ايران د سمندري ځواکونو قوماندان حبيب الله سياري خبرې له دغې هيلې سره تړلې ښکارېدې. ده وويل ايران د خپل ځان ساتنې لپاره پوځي ځواک لري:

"موږ په نړيوالو اوبو کې له خپلو پولو، او د ايران اسلامي جمهوريت سپېڅلي نظام له سرچينو او ګټو دفاع ته چمتو يوو، او هېڅ غليم به پرې نه ږدو چې زموږ ګټې وګواښي"

ايران ازموينه

د ايران پوځی تمرينونه په داسې وخت کې کېږي چې د تهران او لوېديځ ترمنځ د دغه هېواد د اتومي هيلو پر سر ترينګلتيا په زياتېدو ده.

دا روښانه ده چې له اتومي پروګرام سره په تړاو به پر تهران د لوېديځ فشار زياتېږي.

خو دا چې د بنديزونو زياتېدو او اقتصادی کړۍ په راتنګېدو به د تهران غبرګون څه وي، ډېر کم داسې باور کوي چې ايران به ګنې هرموز تنګی وتړي.

ځکه که داسې وکړي نو دا به د تهران لپاره له اقتصادي، سياسي او کېدی شي پوځي پلوه زيان رسوونکی وي.

ايران د خپلو عايداتو نيمه برخه د خامو تېلو له صادراتو ترلاسه کوي، او د تېلو لوړه بيه د تهران حکومت د پيسو او ځواک دواړو له پلوه خوندي ساتي.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .