د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ ایل ومړ

کیم جونګ ایل او زوی یې کیم جونګ اون

تمه ده چې درېیم زوی کیم جونګ اون به یې ځایناستی شي.

د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ ایل د تېرې شنبې په ورځ (د دسمبر ۱۷مه) د ۶۹ کالو په عمر ومړ.

ځینو رسنیو د هغه مړینه د زړه د حملې له کبله بللې ده.

د جنوبي کوریا په مرکز سیول کې د بي بي سي خبریاله لوسي ویلیامسن وايي، د کیم جونګ ایل په مړینه ټول هېواد ټکان خوړلی دی.

کلېکاږل د شمالي او جنوبي کوریا ترمنځ د اوږده کړکېچ مخینه

کیم جونګ ایل په ۱۹۹۴ کې د خپل پلار کیم ایل سونګ له مړینې وروسته د بې وزله کمونیسي هېواد ولسمشر پاتې شوی دی.

په ۲۰۰۸ کال د کیم جونګ ایل وینه پرڼ شوې وه، او د عامو خلکو له سترګو څو میاشتې ګوښه شوی وی.

تمه ده چې درېیم ۲۵ کلن زوی کیم جونګ اون به یې ځایناستی شي.

د شمالي کوریا حکومتي ''کي سي ان ای'' پر خلکو غږ کړی چې د کیم جونګ اون ملاتړ وکړي.

سرچینې ویلي: ''د ګوند ټول غړي، پوځي کسان او عام خلک باید مهربانه ولسمشر کیم جونګ اون ته وفاداره واوسي او د ګوند، پوځي او خلکو په مټ خپل قوت وساتي.''

د کیم جونګ ایل د جنازې مراسم د دسمبر پر ۲۸مه په رسمي توګه ترسره شي.

کیم جونګ ایل د شمالي کوریا یو محبوب ولسمشر و.

د دسمبر له ۱۷ تر ۲۹ پورې ملي ماتم اعلان شوی دی.

تیارسئ

د ''یونهاپ'' خبري اژانس په حواله، جنوبي کوریا د کیم جونګ ایل د مړینې په اورېدو سره خپل پوځ ته د تیارسئ امر کړی او د ملي امنیت شورا یوه بېړنۍ غونډه یې رابللې ده.

ویل کېږي چې کیم جونګ ایل په شمالي کوریا کې یو ''منل شوی'' ولسمشر و، خو د زړه له ناروغۍ ځورېده.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .