ایران: له بګرامه راتلونکی جاسوس مو نیولی

د ایران د استخباراتو وزارت

د ایران د استخباراتو وزارت وايي چې دغه جاسوس یې له ډېرې مودې راهیسې څارلی دی.

تهران وايي چې ایران ته له بګرامه یو تلونکی ایراني الاصله جاسوس یې نیولی دی.

د ایران د استخباراتو وزارت ویلي، دغه جاسوس یې افغانستان کې د بګرام هوايي اډې ته تر ننوتلو وروسته پېژندلی چې بیا وروسته یې د ایران په خاوره کې نیولی دی.

د دغه وزارت یوه خپره شوې ویناپاڼه کاږي، دغه جاسوس د جاسوسۍ له دندې ورسپارلو راهیسې د ایراني امنيتي سازمانونو له څارنې لاندې و.

کلېکاږل اسرايل: ايراني الاصله اسرايلى جاسوس مو ونيو

کلېکاږل اسراييلي جاسوس ته ايران د مرگ سزا واوروله

د ایران په خاوره کې د دغه امریکايي جاسوس خبر پرداسې مهال خپور شوی، چې په دې وروستیو کې ایران پخپله خاوره کې د امریکا د یوې جاسوسي بې پیلوټه الوتکې د نیولو خبر ورکړی.

له دې سره د ایران خړ پړ اړيکي لاپسې ترینګلي شول.

ایران وايي چې نیول شوی جاسوس د امریکا د مرکزي څارګرې ادارې غړی دی، چې په وینا یې د امریکا په پوځ، په افغانستان او عراق کې د امریکايي پوځیانو په اډو کې یې هم وخت تېر کړی.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .