م.م د لېبیا پر دوو بانکونو بندیز لیرې کړ

لېبیا

د معمر قذافي د رژیم پرضد د جګړې پرمهال د لېبیا بانکي سیستم هم ګډوډ شوی و.

د لېبیا پر مرکزي او یوه بل بانکونو چې په بهر کې پانګونې کوي، د ملګرو ملتونو له خوا لګول شوي بندیزونه لیرې شول.

ددې بانکونو شتمنۍ د فبرورۍ په میاشت کې د معمر قذافي د رژیم پرضد د بندیزونو په لړ کې ګنګل شوې وې او د تخنکي ستونزو له امله د قذافي د رژیم له نسکورېدو وروسته هم تر دې دمخه ګنګل ساتل شوې وې.

په همدې حال کې د لېبیا نوی حکومت د پیسو له کمښت سره مخامخ دی او غوښتنه یې کړې چې نورې پیسې هم ورکړل شي.

په دې اړه د لېبیا له پلازمېنې طرابلس نه د بي بي سي خبریال جان دانیسن په خپل راپور کې وايي:

دا چې لېبیا په نړۍ کې د تېلو د درلولو له پلوه اتم هېواد دی، د لېبیا خلک فکر کوي چې هېواد یې بډای دی، خو په دې اوونۍ کې یو شمېر خلکو مظاهرې وکړې چې نه شي کولای له بانکونو نه پیسې وباسي او ښايي په راتلوونکې کې له بانکونو نه د پیسو ایستلو ستونزه نور هم زیاته شي.

اوس د ملګرو ملتونو د امنیت شوری سلا شوې چې د لېبیا د مرکزي بانک او په بهر کې د لېبیايي پانګه وال بانک پر شتمنیو بندیزونه لیرې کړي.

دا پیسې شاخوا ۴۰ میلیارده ډالر دي چې ډېره برخه یې په امریکا او برتانیا کې ده.

د بي بي سي خبریال وايي په لېبیا کې له جګړې او معمر قذافي له وژل کېدو وروسته دا باور دی چې د لېبیا پر انتقالي حکومت کېږي.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .