"برتانیا له ايران نه خپل دپلوماتان باسي"

ناروې په تهران کې د امنيتي اندېښنو له وېرې خپل سفارت وتاړه.

د پلوماتيکي سرچينې وايي برتانيا وروسته له هغه له ايران نه خپل دپلوماتان باسي چې د سې شنبې پر ورځ يې په تهران کې پر سفارت بريد وشو.

د بهرنيو چارو وزارت وايي د سفارت ځينې کارکوونکي د خپل ځان د خونديتوب لپاره له تهرانه نه وځي، خو دا لا نه ده تاييد شوې چې آيا ټول دپلوماتان به وېستل کېږي.

ناروې وايي د امنيتي اندېښنو له امله يې په تهران کې خپل سفارت تړلی دی.

د برتانيا پر سفارت له هغه وروسته بريد وشو چې دغه هېواد د اتومي پروګرام په اړه پر ايران بنديزونه وضع کړل.

دا د دې لامل شو چې ايران له برتانيا سره خپلې دپلوماتيکي اړېکې سړې کړي.

په سلګونو اعتراض کوونکي چې د ايران حکومت يې محصلين بولي د سې شنبې پر ورځ په تهران کې د برتانيا د سفارت په ودانۍ باندې ورغلل او د برتانيا بېرغ او يوه موتر ته يې اور ورته کړ.

دې پېښې د ۱۹۷۹ کال هغه پېښه بيا د خلکو په ذهنونو کې تازه کړه چې ايراني زده کوونکو د امريکا پر سفارت چپاو وکړ.

په دغه بريد کې ايران د امريکا له ۵۰ ډېر دپلوماتان د ۴۰۰ ورځو لپاره له ځانه سره ساتلي وو، او له هماغه راهيسې د دواړو هېوادونو اړېکې بې خونده دي.

د برتانيې حکومت خبرداری ورکړی چې ايران به د دې کار په مقابل کې له جدي پايلو سره مخامخ شي، دا چې دا پایلې به څه وي په اړه يې زیاته روښانتيا نه شته، خو برتانيا غواړي د اروپايي ټولنې په ملاتړ عمل وکړي.

په ۱۹۹۷ کال کې د اروپايي ټولنې ټولو غړو هېوادونو وروسته له هغه د نهو مياشتو لپاره له ايران نه خپل سفيران ووېستل چې د ايران د څارګرې ادارې اېجنټان په جرمني کې د څلورو کردانو په قتل پړه وبلل شول.

د چارشنبې په ورځ په يوه وینا پاڼه کې د برتانيا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې لومړي وزير ډېوېډ کېمرون او د بهرنيو چارو وزير وېليم هېګ دا روښانه کړې چې د خپلو کارکوونکو او د هغوی د کورنيو امنيت ورته سملاسي لومړيتوب لري.

د برتانيا لومړي وزير ډېوېډ کېمرون خبرداری ورکړی چې د دغه بريد پايلې به ډېرې جدي وي، په داسې حال کې چې د امريکا متحده ايالتونو، اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو امنيت شوری دغه بريد غندلی دی.

د ايران په حکومتي تلوېزيون د دغه هېواد د پارلمان مشر علي لارېجاني د ملګرو ملتونو د امنيت شوری د غندنې پرېکړه په بېړه بللې ده.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .