مصريان په پارلماني ټاکنو کې خپلې رايې کاروي

د مصر تر ټولو سترې سیاسې ډلې اخوان المسلیمن د دغو ټاکنو ملاتړ کړی دی.

په مصر کې د پخواني ولسمشر حسنې مبارک د حکومت له راپرځیدو وروسته، نن د دغه هیواد په لویو ښارونو کې خلک په پارلماني ټاکنو کې رايې ورکوي.

د مصر په پلازمینه قاهره کې د رایې ورکولو په مرکزونو کې د خلکو اوږده کتارونه جوړې شوي دي.

خو هغو کسانو چې غوښتل یې د خپلې خوښې وکيلانو ته رايې ورکړي، د امنیت په اړه یې اندیښنه ښودله.

په عین حال کې په زرگونه مظاهره چيان يو وار بيا د قاهرې په تحرير ميدان کې سره راغونډ شوي دي.

مظاهره کونکي هڅه کوي چې پر واکمنې پوځي شورا فشار واچوي چې ژر تر ژره واک ملکي حکومت ته وسپاري.

خو د مصر تر ټولو سترې سیاسې ډلې اخوان المسلیمن بيا د دغو ټاکنو ملاتړ کړی دی.

په الکسندریه ښار کې خلک وايي، چې دوی په سوله ییز ډول ټاکنې غواړي او د ناکراریو د پای ته رسیدو په تمه خپلې رايې کاروي.

"په ټول هیواد کې ناامنۍ روانې دي، خو موږ باید ثبات راولو او خپله رایه وکاروو. زه به خپله رایه د اخوان المسلمین ډلې ته ورکړم، چې د ازادۍ او عدالت ډله ده. زه هیله لرم، چې دوی به اسلامي ارزښتونه پلي کړي."

په مصر کې دا وروستۍ مظاهرې وروسته له هغه پيل شوې چې د پارلماني ټاکنو د ځنډېدو په اړه ګنګوسي خواره شول.

د مصر په زرګونو لاريونیان يو ځل بيا د تحرير ډګر ته راووتل او له پوځي شورا نه يې په خپل د ټاکنو د ترسره کېدو ترڅنګ د یوه ملکی حکومت د جوړېدو غوښتنه کوي.

خو پوځي شورا وايي له واکه د دوی لرې کېدل به مصر او مصريان له ډېرو کړاوونو سره مخامخ کړي.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .