
کمال الجنزوري د پخواني ولسمشر حسني مبارک واکمنۍ پر مهال هم يوه موده لومړی وزير و.
په داسې حال کې چې له قاهرې د امنيتي ځ،اکونو او لاریون کوونکو ترمنځ په اخ و ډب کې د یوه لاریون کوونکي د وژل کېدو خبر ورکړل شوی، لومړي وزیر کمال الجنزوري ویلي چې مصریان دې د حکومت تر جوړېدو پورې یو بل چانس ورکړي.
لاریون کوونکو له پوځي شوری غوښتي چې واک ملکي چارواکو ته وسپاري.
ویل کېږي چې اوسنی ملکي لومړی وزیر کمال الجنزوري د مخکني ولسمشر حسني مبارک د نظام سړی و.
په دې سره د تېر نومبر له ۱۹مې راهیسې په تاوتریخجنو پېښو کې د وژل شوو کسانو شمېر ۴۲ ته ورسېد او تر درې زرو ډېر پکې ټپيان شوي.
د شنبې په ورځ هم زرګونه مصري لاریون کوونکو له وسله والو ځواکونو د واک د پرېښودو غوښتنه کوله.
پوځي شوری په تېره فبرورۍ کې د حسني مبارک تر راپرځېدو وروسته واک چلوي.
سیاستوالو د نوي ملکي حکومت د مشرۍ لپاره د نړیوالې اټومي انرژۍ د اژانس مشر محمد البرادعي غوره کس بللی دی.

لاریون کوونکو د شنبې په ورځ هم له پوځي شوری له واکه د لیرې کېدو شعارونه ورکول.
خلک وروسته له هغه هم په تحرير ميدان پاتې دي چې ښاغلي الجنزوري ولس ته په وينا کې د يو پراخ بنسټه کابينې جوړولو ژمنه وکړه چې له مخې يې د مصر د خلکو خدمت وکړي.
د تحرير ميدان احتجاجيان د پوځي واکمنۍ د پای غوښتنه کوي، او ځينو يې د ښاغلي جنزوري ټاکلو پرېکړه رد کړه.
ښاغلی جنزوري د پخواني ولسمشر حسني مبارک واکمنۍ پر مهال هم يوه موده لومړی وزير و.
په همدې وخت کې د قاهرې په يوه بله برخه په زرګونو نور مظاهرچيانو بيا د پوځ په ملاتړ په لاريون وتلي وو، چې شعارونو او د مصر بيرغونه يې له ځان سره وړل، او خپل اړخ د مصر ريښينی انځور باله.























