م م : په ايچ اى وي د ککړو شميره په کمېدو ده

نخښه

تير کال ٣٤ ميليونه وگړي د ايچ اى وي په وايروسو اخته وو

د ملگرو ملتونو هغه اداره چې د ايډز پر ضد مبارزه کوي وايي په لومړي ځل د ايچ ايي وي په وايروسو د خلکو د اخته کېدو کچه ټيټه شوې ده.

دا وايروس په پاى کې د ايډز په ناروغۍ تماميږي.

د نړيوالو چارو لپاره د بي بي سي خبريال پيټر بايلز په خپل رپوټ کې ليکي تېر کال په ټوله نړۍ کې ٣٤ ميليونه وگړيو د ايچ اى وي وايروس درلودل.

خو په دې وايروسو د ککړيدلو کالنۍ شميره د ٢٠٠٧ کال له اوج څخه په سلو کې ٢١ کښته شوې وه.

د هغو کسانو شمير هم مخ په کميدو دى چې له ايچ اى وي سره په تړاو ژوند له لاسه ورکوي.

علت يې درملنې ته د ډيرو خلکو لاسرسى دى.

په هغو هيوادونو کې چې بې وزلې دي او يا يې عايد په منځوي کتار کې دي داسې کسان درملنه مومي چې ويروس ضد درملنې ته اړتيا لري.

خو د نړۍ په ځينو سيمو کې د ايډز وبا د منلو وړ کچې څخه پورته ده.

د افريقا د صحرا سيمه لا هم د ايچ اى وي تر ټولو ډيره اغيزمنه سيمه ده.

په سويلي افريقا کې تر ټولو ډير وگړي په دغو وايروسو ککړ دي، د دوى شميره پنځه اعشاريه شپږ ميليونه ده چې تر بل هر هيواد ډير دي.

له ايډز او ايچ اى وي سره د ملگرو ملتونو د مبارزې اداره وايي د ايډز ختمولو وسايل او پوهه اوس شته خو د دې ناورين په وړاندې مبارزې ته لا ډير دقيق کار پکار دى او لا ډيره پانگونه غواړي.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .