د امریکا دفاع وزیر: پر ایران برید نړیوال اقتصاد زیانمنوي

لیون پنېتا

لیون پنېتا ویلي چې پر ایران د برید په صورت کې باید ټول اړخونه سم وڅېړل شي.

د متحده ایالتونو دفاع وزیر لیون پنېتا ویلي پر ایران د احتمالي پوځي برید په پایله کې شاید نړیوال اقتصاد سخت زیان واوړي.

په پام کې ده چې پر دې موضوع نوموړی کاناډا کې د اسراییلو له دفاع وزیر ایهود باراک سره د جمعې پر ورځ وغږېږي.

پنېتا کاناډا ته د پنجشنبې پر ورځ د سفر پرمهال خبریالانو ته وویل، د امریکا متحده ایالتونه په دې باور دي چې پر ایران هم د دپلوماتیکو فشارونو او بندیزونو سختولو وخت شته، چې له اتومي هڅو لاس واخلي.

هغه وویل: ''ښکاره ده چې له دې وړاندې باید سوچ وکړو، او د احتمالي برید د ناوړه پایلو په اړه هم باید فکر وکړو.''

نوموړي هغه امریکايي تحلیل ته په اشارې سره وویل چې پر ایران برید ددغه هېواد اتومي هڅې یو یا دوه کاله وځنډوي.

منځنی ختيځ

لیون پنېتا وايي پوځي برید په سیمه او منځني ختيځ کې د امریکا پر پوځي ځواکونو هم اغېز کولی شي.

پنېتا وویل: ''باید ووایم چې د برید په صورت کې اقتصادي زیانونه هم شته، نه یوازې زموږ اقتصاد ته ګوزار دی، بلکې نړیوال اقتصاد زیانمولی شي.''

دغه امریکايي وزیر دا هم ویلي چې:''دا ټول اړخونه باید سم وڅېړل شي.''

په پام کې ده چې پنېتا به د کاناډا په هالیفاکس کې امنيتي غونډې ته وینا وکړي او د جمعې په ورځ به له اسراییلي وزیر ایهود باراک سره دوه- په دوه خبرې وکړي.

پنېتا ددې پوښتنې په ځواب کې چې اسراییلي وزیر ته څه پیغام لري، وویل:''د خبرو ټکي مو مخکې سره شریک کړي، او ددویم ځل لپاره به پرې مخامخ خبرې وکړو.''

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .