بي بي سي پښتو ټکی کام

د بچن کورنۍ د هند په فلمي دنيا کې خورا مشهوره ده
د هندي فلمي صنعت تر ټولو مشهورې کورنۍ اعلان کړى دى چې په کور کې يې لور شوې ده.
د اميتابچن زوى ابيشيک بچن وويل چې د لور پلار شو.
د دۀ ميرمن چې خپله هم مشهوره فلمي ستورې ده، اشويراى بچن په سټه روغه ده.
اميتابچن د ټويټر له لارې خپلو مينه والو ته ويلي چې: " زۀ د يوې خوږې لمسۍ خاوند شوم."
اشويراى د سه شنبه په ورځ( د نومبر ١٦) د ممبۍ يوۀ روغتون کې بستر شوې وه.
دا د دې لومړنى اولاد دى.
د هند رسنيو او د اميتابچن د کورنۍ مينه والو د اشويراى له ميندوارۍ سره خورا ډيره مينه ښووله او گام په گام يې تعقيبوله.
د جون په مياشت کې د دې د ميندوارۍ خبر خپور شوى و.
رپوټونه وايي په هند کې شرطيانو شاوخوا ٣٠ ميليونه ډالره په دې لگولي وو چې د اشويراى اولاد به د نومبر په ١١ نېټه زيږي.
هغو جوارگرو وبايلله.
اشويراى ٣٧ کلنه ده او په ٢٠٠٧ کال کې يې د اميتابچن له زوى ابيشيک بچن سره وادۀ وکړ.
دا په ١٩٩٤ کال کې چې ٢١ کلنه وه هغه مهال مشهوره شوه چې د نړۍ تر ټولو ښکلې پېغله وبلل شوه.
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .