
دغه امریکايی ډاکټر وايي، د دې عملیې په لومړۍ اوونۍ کې د سترګو رنګ څه – ناڅه تیاره کېږي، او بیا په تدریجي توګه د سترګې رنګ نیلي کېږي.
یوه امریکايي ډاکټر ویلي، د لېزر د وړانګو په مټ یوازې په ۲۰ ثانیو کې سترګو ته نیلي رنګ ورکولی شي.
ډاکټر ګریګ هومر وايي، د یوې نوې ټيکنالوجۍ په مټ دا کار ۷۵۰ زره ډالر غواړي.
خو د سترګو په برخه کې ډاکټرانو له دې کار سره یو لړ خطرونه هم مل بللي؛ ځکه چې کېدای شي دا کار د سترګو لید ته زیان ورسوي.
هومر وايي، د سترګو د رنګ بدلولو چاره یوازې ۱۸ میاشتې وخت غواړي، چې په دې موده کې به ممکنه خطرونه هم معلوم شي.
نوموړی وايي، دا کار د کمپیوتر په مټ کېدای شي، داسې چې د سترګو د کسي چاپېره رنګینه برخه د لیزر د وړانګو په مټ معلومه شي.
دغه امریکايی ډاکټر وايي، د دې عملیې په لومړۍ اوونۍ کې د سترګو رنګ څه – ناڅه تیاره کېږي، او بیا په تدریجي توګه د سترګې رنګ نیلي کېږي.
د ویلو ده چې د لیزر وړانګې د پوستکي د خالونو د لیرې کولو په برخه کې ډېر پکارېږي.
وېره

هومر په اصل کې یو مدافع وکیل دی، خو د تېرې پېړۍ په ۹۰مه لسیزه کې یې وکالت پرېښود او د کلیفورنیا ایالت په سټانفورډ پوهنتون کې یې د طبيعي علومو زده کړې ته مخه کړه.
خو د سترګو ځينې متخصص ډاکټران وايي چې د سترګو د رنګ بدلولو په عملیه کې باید په احتیاط ګام واخیستل شي.
د برتانیا سټاک مادیویل روغتون د سترګو جراح لاري بنیامین وايي، د سترګو د رنګ بدلولو کېدای شي د لید د کمزورۍ لامل شي.
خو هومر په دې اند دی چې د لیزر د وړانګو په مټ د رنګ بدلول یوازې د سترګو د کسي د باندینۍ برخې رنګ بدلول دي.
هومر په اصل کې یو مدافع وکیل دی، خو د تېرې پېړۍ په ۹۰مه لسیزه کې یې وکالت پرېښود او د کلیفورنیا ایالت په سټانفورډ پوهنتون کې یې د طبيعي علومو زده کړې ته مخه کړه.
هغه د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۱ او ۲۰۰۴ کلونو کې خپله دا تجربه پر څارویو عملي کړه.























