
په اسراییلو کې سخت دریځو یهودانو ته بنسټ پالنه او د مخکني لومړي وزیر اسحاق رابین وژنه منسوبېږي.
د اسراییلو مخکني استخباراتي مشر افرایم هلیفي ويلي، هېواد ته یې د ایران اتوم هومره خطرناک نه دی، لکه د سخت دریځو یهودو بنسټ پالنه چې ده.
د اسراییلو رادیو د استخباراتو (موساد) د مخکني مشر له خولې –چې په یوه پوځي ښوونځي کې یې وینا کوله- ویلي، اسراییلو ته ریښتيني ګواښ له خپل منځه (یهودي بنسټ پالنې یا 'حریدیم' له خوا) پېښېدونکی دی.
د 'حریدیم' توری له عبري حریدي اخیستل شوی چې د ''پرهیزګاره'' په معنا دی، دغه محافظه ډله دودیزه کالي اغوندي او ځانونو ته د پرهیزګارانو خطاب کوي.
دوی ادعا لري چې د لرغوني اصلي یهودیت د مفکورې عملي کوونکي او استازي دي.
که څه هم د حریدیم کورنیو غړي په ډېرېدو دي، خو دوی پخپله د خپل نسل د ډېرېدو مخالف دي.
په اسراییلو کې دوی د لاديني وګړو پرتله ډېر دي.
د اسراییلو د موساد مخکني رییس ویلي ددوی نسل ډېرېدنه د اسراییلو لپاره د محمود احمدي نژاد له خطره ډېر دی:
''د ایران په اړه باید د دین خبرې ونه کړو، او باور نه کوم چې اسراییل دې له منځه یووړل شي.''
احمقانه
خو د اسراییلو د یوه بل مخکني استخباراتي مشر مایر داګان د هغو څرګندونو په اړه چې ویلي یې وو ''پر اسراییلو د ایران برید احمقانه کار دی''، هلیفي وویل ''د ایران د اتومي هڅو په اړه اندېښنه پکار ده، خو موږ باید لومړی د نژدې خطر لیرې کولو غم وخورو. ''
د ویلو ده چې ډېری حریدیم یهودان په اسراییلي پوځ کې دندې نه لري، او له عسکرۍ بښل شوي دي.





















