ترکيه کې له زلزلې وروسته د راگيرو کسانو پلټنه روانه ده

ترکيه

په زلزلې کې تر لسو زرو ډير کسان ټپيان شوي دي

ژغورونکي ټيمونه د ترکيې په ختيځ کې د هغو خلکو د را ايستلو په لټه کې دي چې د يکشنبه په ورځ (٢٣ اکتوبر) له يوې سختې زلزلې وروسته لا هم د لويدليو ودانيو تر پاتې شونو لاندې گېر دي.

دغه زلزله چې د ريختر په کچه تر اوو ډيره پياورړې وه دوه سوه کسان وژلي او تر زرو ډير نور يې ټپيان کړي دي.

په لسگونو زرو کسانو په يخه هوا کې تر شنه اسمان لاندې شپې تېره کړې ده.

ويره دا ده چې د وژل شويو کسانو شميره ښايي نوره هم لوړه شي.

د ترکيې لومړي وزير زلزلې ځپلې سيمې ته د سفر پر وخت وويل دغلته ډير کورونه خټين وو.

د ترکيې لومړي وزير له نړيوالې ټولنې مننه وکړه چې دوى ته يې د مرستې لاس غځولى خو ويې ويل چې د اوس لپاره خپله په کور دننه دغه وير ژړلى شي.

په ترکيې کې تل سختې زلزلې کيږي.

په ١٩٩٩ کال کې دوو نورو پياوړو زلزلو نژدې شل زره کسان د دغه هيواد په شمال لويديځ کې ووژل.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .