
هند هر کال څه باندې يو سلو اويا ميليونه ماشومان واکسينوي
د پوليو پر ضد د نړيوالې ورځې د لمانځې پر وخت د هند د روغتيا وزير وويل په تيرو نهو مياشتو کې په ټول هيواد کې د گوزڼ يوه نوې قضيه هم نه ده موندل شوې.
په ٢٠١٠ کال کې همند پوليو نهه ديرش قضيې ثبت کړې وې.
هند د نړۍ له هغو څلورو هيوادونو څخه دى چې لا هم د پوليو ناروغي لري.
پاکستان ، نايجيريا او افغانستان درې نور هيوادونه دي.
له تيروڅو لسيزو راهيسته د هند حکومت او نادولتي مرستندويې ټولنې د پوليو په واکسين بوختې وې.
افغانستان، پاکستان ، هند او نايجيريا د نړۍ يوازيني هيوادونه دي چې لا هم د پوليو ناروغي پکې موندل کيږي.
اتر پرديش هغه ايالت دى چې د پوليسو تر ټولو ډيرې قضيې پکې ثبت شوې وې.
درې کاله وړاندې په ټول هند کې د نژدې پنځه نيم سوو قضيو څخه تر نيمايي ډير په اترپرديش کې وې.
هر کال په هند کې د پوليو دوه واکسينونه د جنوري او فبروري په مياشتو کې کيږي چې تر يو سلو اويا ميليونو ډير ماشومان پکې واکسينيږي.
پوليو عمومآ تر پنځو کلونو کم ماشومان په نخښه کوي.
دا ناروغي د ماشوم عصبي سيستم ته داخليږي چې ورڅخه انسان فلجيږي.
د دې ناروغۍ درملنه نشته خو په خولۀ کې لويديونکي څاڅکې يې مخه ښه نيولى شي.


















