
ميرمن کلنتن پر نا رباني کهر غږ وکړ چې طالبان خبرو ته وهڅوي
د متحدو اياللاتو د بهرنيو چارو وزيرې هيلرې کلنتن پاکستان ته د سفر پر وخت ويلي چې اسلام اباد د سيمې د چارو په باب رول لري.
ميرمن کلنتن وويل پاکستان يا د مسايلو د حل په برخه کې مرستندويه يا بې تفاوته او يا هم تاوان رسوونکې لاره غوره کولى شي.
د امريکا وزيرې پر پاکستان غږ وکړ چې طالب اورپکو ته په خپله خاوره پناه ورنه کړي او د هغوى پر ضد بايد سخت گامونه واخلي.
په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزيرې حنا رباني کهر سره د خبرو پر وخت ميرمن کلنتن پر پاکستان دا ټينگار هم وکړ چې طالبان خبرو ته وهڅوي.
هيلرې کلنتن پاکستان ته ډير ښکاره او سخت پيغام ورکوي چې بايد د ترهگرۍ ضد هلو ځلو کې گړندى شي.
اړيکي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې له هيلرې کلنتن سره په اسلام اباد کې خبرې وکړې
پاکستاني چارواکي تل وايي چې د نړيوالې ترهگرۍ پر ضد جگړې کې دوى تر ټولو ډيره قرباني ورکړې ده.
د پاکستان او امريکا ترمنځ اړيکي اوسمهال د تيرې يوې لسيزې په ترڅ کې تر ټولو خراب حالت کې دي.
پاکستان ته د سفر پر وخت له ميرمن کلنتن سره د امريکا د استخباراتو د مرکزي ادارې يا سي اى اې مشر ديويد پيترياس او د امريکا د پوځ لوى درستيز جنرال مارتين ديمپسي هم ملگري دي.
ميرمن کلنتن د پنجشنبه په ورځ کابل کې د خبرو پر وخت د کابل ، اسلام اباد او واشنگټن ترمنځ د نوې ملگرتيا غوښتنه کړې وه.
دې ويلي و چې پاکستان بايد د افغان لانجې په برخه کې د حل د يوې لارې په توگه برخه وال وي.


















