
د ملريا ناروغي چې له يوۀ ماشي پيدا کيږي هر کال په سلگونو زره انسانان وژني
د روغتيا نړيواله اداره وايي په تيره يوه لسيزه کې د نړۍ په لرو بر کې د ملريا له ناروغۍ څخه د وژل شويو کسانو شميره په سلو کې شل رالويدلې ده.
په يوۀ نوي رپوټ کې راغلي چې د نړۍ په يو سلو اتو هيوادونو کې چې ملريا پکې ډيره وه په ډيرو کې به يې تر راتلونکو لسو کلونو دغه وژونکې ناروغي بشپړه ورکه شي.
کارپوهان وايي که چيرې دغه هيله ترسره شي نو تر راتلونکو څلورو کلونو پورې به د درې ميليونه نورو وگړو ژوند هم وژغورل شي.
ملريا په نړۍ کې يوه له هغو ناروغيو گڼل کيږي چې ډير انسان په ځانگړې توگه د افريقا په لويه وچه کې وژني .
اته سوه زره کسان
دوه کاله وړاندې د ملريا له امله نژدې اته سوه زره انسانان ووژل شول .
د ماشو له امله پيدا کيدونکې دغه ناروغي په افريقا کې ډيره ده او په ځينو برخو کې يې په سلو کې پنځه اتيا مړينې د ملريا له امله دي چې ډير يې هم هغه ماشومان وي چې لا يې عمر تر پنځو کلونو نه وي اوښتى .
په تيرو څلورو کلونو کې له ترکمنستان ، مراکش او ارمنيا څخه د ملريا ناروغي په بشپړه توگه ختمه شوې ده .


















