
ځینو پوځي ګاډو ته هم اور ورته شوی، او د ترانسپورټېشن سیستم په ټپه درېدلی دی.
د مصر لومړي وزیر د دغه هېواد ټول قومونه یووالي ته راوبلل.
عصام شرف دا غوښتنه تر هغه وروسته وکړه، چې د پولیسو او قبطي لاریون کوونکو ترمنځ په اخ و ډب کې لږترلږه ۲۴ کسان ووژل شول او ۲۱۷ نور ټپیان شول.
ښاغلي شرف دا ډول لاریونونه او اړدوړ یو سپک عمل بللی دی.
لومړي وزیر عصام شرف د وزیرانو یوه بېړنۍ غونډه راغوښتې، چې د روان کړکېچ په اړه جدي تصمیم ونیسي.
نوموړي په یوه تلوېزیوني وینا کې ویلي، ''مصر کې سپکې توطيې روانې دي، وروستۍ پېښې ښيي چې د دغه هېواد دښمنان زموږ یووالی نه غواړي.''
دی زیاتوي ''د قاهرې په زړه کې د اړدوړ جوړوونکو په منځ کې خارجي او داخلي پټ لارسونه دي، چې د مصر د دیموکراتیک نظام د پایېدو مخه نیسي.''
''د ماسبیرو په سیمه کې چې د یکشنبې پر ماخوستن کومه پېښه وشوه، زموږ د پرمختګ پرځای د شاته پاتې کېدو سبب کېږي، او موږ یوه عصري، غوره او دیموکراتیک دولت جوړولو ته نه پرېږدي.''
د قاهرې وضعیت
مصري پوځ په قاهر کې تېره شپه ګرځبنديز ولګاوه.
په قاهره کې زموږ خبریال عمرو جمیل وايي، د هغه مصري روغتون مخې ته پر رمسیس سړک نښتې وشوې، چې د ماسبیرو مړي او ژوبل کسان وروړل شوي وو.
ځینو پوځي ګاډو ته هم اور ورته شوی، او د ترانسپورټېشن سیستم په ټپه درېدلی دی.
بل خوا، د پولیسو د عسکري لوا قومندان حمدي ب دین ویلي چې قاهره څه-ناڅه ارامه شوې ده.
شرق الاوسط د ښاغلي بدین په حواله ویلي، د واټونو وضعیت اوس ارامه دی.
مصري تلوېزیون ویلي، لسګونه اړدوړ جوړوونکي نیول شوي.




















