هند تر ټولو ارزانه ورون پاسی Laptop کمپیوټر جوړ کړی

هندي حکومت وايي، د (اکاش- ینې اسمان) په نامه ددغه نوي کمپیوټر تر سلو پورې بېلګې به وړاندې له دې چې په راتلونکو څو میاشتو کې میلیونونه کمپیوټر راووځي، بازار ته د نمونې لپاره وړاندې کړي.

د تېرې چهارشنبې پر ورځ هند په ګرده نړۍ کې د ارزانه کمپیوټر (ټابلټ) د جوړولو اعلان وکړ.

دغه کمپیوټر به پر زده کوونکو/محصلینو په بازار کې په ۳۵ امریکايي ډالرو پلورل کېږي.

که څه هم د هند مساحت لوی او ډېر وګړي لري، خو د چین او برازیل پرتله له عصري ټیکنالوجۍ پکې د کاروونکو شمېر لږ دی.

هندي حکومت وايي، د (اکاش- ینې اسمان) په نامه ددغه نوي کمپیوټر تر سلو پورې بېلګې به وړاندې له دې چې په راتلونکو څو میاشتو کې میلیونونه کمپیوټر راووځي، بازار ته د نمونې لپاره وړاندې کړي.

د هند د مخابراتو او پوهنې وزیر کابیل سیبال وویل، ددغه ارزانه کمپیوټر تولید به ډېر کړای شي، چې په ښوونځيو او پوهنتونو کې به د زده کړې کچه هم ورسره لوړه شي.

بازرا ته ددغه نوي کمپیوټر د راوتلو اعلان په هند کې برتانیا مېشتي شرکت (ډاټا وینډ) اعلان کړ.

د ویلو ده چې د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ په هند کې د انټرنېټ کاروونکو شمېر ۱۵ برابره ډېر شوی، خو یوازې اته سلنه هندي وګړي انټرنېټ کاروي چې د هند پرتله په چین کې د انټرنېټ کاروونکو شمېر په سلو کې ۴۰ ته ختلي دي.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .