امریکا: میکروبي خټکی د ‍۱۵ کسانو د مړینې سبب شو

خټکی

وړاندې لیستریا بکرتیا د امریکا په متحده ایالتونو کې په غوښه او پنیر کې موندل شوې وه، خو دا لومړی ځل دی چې تازه مېوو ته یې هم لاره موندلې ده.

د امریکا په متحده ایالتونو کې میکروبي خټکي له کبله ۱۵ کسان مړه شوي او لګسونه نور یې روغتونونو ته مراجعه ته اړ کړي دي.

چارواکي وايي، دغه کسان ژیړ خټکي ته د لیستریا بکرتیا د ننوتو او زهرجن کېدو له کبله مړه شوي.

دې پېښې په کلیفورنیا ایالت کې یو شرکت اړ کړ چې د خټکي ۱۵ زره بوزغلی وګوري، چې ګني دغه بکتریا خو به نه وي ورننوتې.

وړاندې لیستریا بکرتیا د امریکا په متحده ایالتونو کې په غوښه او پنیر کې موندل شوې وه، خو دا لومړی ځل دی چې تازه مېوو ته یې هم لاره موندلې ده.

د ناروغیو د څارنې د مرکز د راپور له مخې، د زهري شوو خټکیو سرچینه یې لومړی په کولوراډو ایالت او بیا د امریکا په ۱۸ نورو ایالتونو کې کشف کړه.

دغه مرکز ویلي، څېړنو وښوده چې دغه کسان د زهري خټکیو تر خوړولو دوه میاشتې وروسته مړه شوي او ښايي چې شمېره یې نوره هم ډېره شي.

په ۱۹۹۸ کال کې هم په متحده ایالتونو کې د سالمونیلا په نامه بکتریا د پیستې زړي ته لاره وکړه، چې د ۷۰۰ اخته کسانو له ډلې د اوو د مړینې سبب شو.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .