ترکیې د سوریې په وسلو بار بېړۍ نیولې

اردوغان

اردوغان تېره اوونۍ اعلان وکړه چې د دیکتاتورانو پېر په ختمېدو دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان ویلي هېواد یې د سوریې یوه په وسلو بار بېړۍ نیولې ده.

په دې وروستیو کې د سوریې او ترکیې ترمنځ اړیکي ترینګلي شوي دي.

ترکي ولسمشر د هېواد له سمندري سرحده به سوریې ته د هېڅ راز وسلو او یا هغو بېړیو تېرېدو ته اجازه ورنه کړي، چې وسلې پکې بار او سوریې ته وړل کېږي.

نوموړي دا هم ویلي چې د خپل هېواد هوايي حریم ټینګه ساتنه به وکړي.

خو اردوغان چې دا مهال په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې دی، د نیول شوې بېړۍ دقیق ځای او وخت په ډاګه نه کړ.

د ویلو ده چې د ترکیې ولسمشر په وار- وار له تېرو شپږ میاشتو راهیسې له سوله ییزو لاریون کوونکو سره د سوري چارواکو پر کړنو سختې نیوکې کړې.

نوموړي د لاریون کوونکو پروړاندې د ولسمشر بشارالاسد د نظام کړنې وحشیانه بللې دي.

اردوغان تېره اوونۍ اعلان وکړه چې د دیکتاتورانو پېر په ختمېدو دی.

د تماس پرېکول

د ترکیې اناضول خبري اژانس په نیویارک کې د ولسمشر اردوغان په حواله ویلي:''ترکیې یوه داسې په وسلو بار بېړنۍ نیولې، چې د سوریې بیرغ یې پر سر رپېده. که چېرې سوریې ته د ځمکې او هوا له لارې په لېږدېدونکو وسله خبر شو، ارومرو به یې مخه ونیسو. ''

د تېرې اوونۍ په وروستیو کې اردوغان خبریالانو ته وویل، ترکیه دا مهال له هېڅ کوم سوري چارواکي سره تماس نه لري، او پر دمشق یې د لانورو بندیزونو لګولو د احتمال امکان په ډاګه کړ.

ترکیه د روانې میاشتې په لومړیو کې د سوریې د واکمن نظام د ټلوالې د مشرتابه د کنفرانس کوربنه هم وه.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .