الساعدي: سیف الاسلام د بني ولید خبرې ناکامې کړې

لیبیا

د قذافي د پلویانو په بل مهم مرکز 'سرت' کې بیا د جنګیالیو قومندان اشرف وايي، که چېرې د قذافي طرافداره ځواکونه تسلیم نه شي، نو دوی به د ده په وینا په تدریجې ډول دغه ښار ته ننوځي.

د لیبیا د ملي انتقالي شورا مرکچي ویلي، په بني ولید ښار کې له قذافي پلوو ځواکونو سره د خبرو او پخلاینې د ناکامېدو اعلان وکړ.

مشر مذاکره کوونکی عبدالله کنشیل هڅه کوي، چې د قذافي طرافداره ځواکونه دې ته وهڅوي، د جنګیالیو له خوا په محاصره شوې سیمه کې، تسلیم شي.

د قذافي د پلویانو په بل مهم مرکز 'سرت' کې بیا د جنګیالیو قومندان اشرف وايي، که چېرې د قذافي طرافداره ځواکونه تسلیم نه شي، نو دوی به د ده په وینا په تدریجې ډول دغه ښار ته ننوځي:

''اوس حالت له خنډ سره مخامخ شوی او موږ اوس د انتقالي شورا د سولې د وړاندې ځواب ته په تمه یو. که چېرې د سولې دغه وړاندیز ومنل شو نو که خدای کول هر څه به سم وي او نوره به وینه توېیدنه نه وي، خو که چېرې ونه منل شو، بیا موږ تیار یو، چې خپل ټول قدرت وکاروو.''

باور کېږي چې د قذافي یو زوی د بني ولید ښار د ننه دی، چې د 'ورفله' قبیلې ټينګ سنګر ګڼل کېږي.

خمیس القذافي

دا دویم ځل دی چې د قذافي د زوی خمیس القذافي د وژل کېدا خبر خپرېږي، خو د شورا مشران یې د وژل کېدا ټينګار کوي.

بشري ډال

یوه جګپوړي مرکچي بي بي سي ته وویل، په ښار کې ملکي وګړي نه شي خوځېدای، ځکه چې د قذافي ځواکونو له ډزو وېرېږي او یا دا چې هغوی ترې د بشري ډال ګټه وانخلي.

انتقالي شورا ویلي، چې د قذافي زوی خمیس هغه مهال ووژل شو، چې پلازمېنې طرابلس ته څېرمه یې جګړه کوله او په بني ولید کې خښ شوی دی.

دا دویم ځل دی چې د قذافي د زوی خمیس القذافي د وژل کېدا خبر خپرېږي، خو د شورا مشران یې د وژل کېدا ټينګار کوي.

بل خوا، د لیبیا د ملي انتقالي شورا دفاع وزیر ویلي، شورای دا مهال د طرابلس په جنوب کې د اوبو پر لویو نل لیکو کنټرول لري چې د لوی مصنوعي سېند په نامه یادېږي.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .