په کوټه کې ځانمرګي برید ۲۰ کسان ووژل

پاکستان

تېره اوونۍ هم په کوټه کې یوې چاودنې د ۱۱ کسانو ژول واخیست.

د پاکستان جنوب لوېديځ کوټه ښار کې یوې حکومتي ودانۍ ته څېرمه چاودنې او بیا ځانمرګي برید لږترلږه ۲۰ کسه وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.

لومړي برید کوونکي له چاودېدونکو توکو خپل ډک ګاډی چوولی، او دویم برید کوونکي د یوه بلوچستان د نیمه پوځیانو د یوه قومندان فرخ شهزاد په کور کې ځان چوولی، چې نوموړی یې له خپلې ښځې سره وژلی دی.

په وژل شوو کې ځینې هغه پاکستاني امنيتي کسان دي چې د افغانستان پر پوله یې له اورپکو سره جګړه کوله.

د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي حمید شکیل اې ايف پي خبري اژانس ته ویلي، د پوځ د یوه جګپوړي چارواکي د اوسېدو ځای ته څېرمه موټر بم چاودنه شوې.

کلېکاږل د برید انځورونه

نوموړي ويلي ''تر چاودنې وروسته ځانمرګی برید کوونکی کور ته ننوتی او خپل ځان یې چوولی دی.''

تېره اوونۍ هم په کوټه کې یوې چاودنې د ۱۱ کسانو ژول واخیست.

ښاغلی شکیل وايي په برید کې د سرحدي ځواکونو قومندان ته زیان نه دی اوښتی.

د ویلو ده چې د پاکستان سرحدي ساتونکو د القاعدې ډلې د یوه جګپوړي چارواکي په نیولو کې ونډه لرله.

یونس الموریتاني پر تېره دوشنبه په کوټه ښار کې ونیول شو.

ویل کېږي چې الموریتاني د اسامه بن لادن له خوا په متحده ایالتونو، اروپا او استرالیا کې د بریدونو مسؤول ټاکل شوی و.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .