
په چاودنه کې تر ۴۰ ډېر کسان ټپیان شوي، چې ګڼ یې عام خلک دي.
هندي پولیسو ويلي، د ډیلي سترې محکمې ودانۍ په عمومي دروازه کې چاودنه شوې.
په تېر جون کې هم ددغې محکمې مخې ته یوه کوچنۍ چاودنه وشوه، خو مرګ ژوبله یې نه لرله.
د کورنیو چارو وزارت ویلي، په برید کې لږترلږه لس کسه وژل شوي او ۴۷ نور ټپیان دي.
د هند د کورنیو چارو وزارت دا چاودنه ''ترهګریز برید'' بللی دی.
چیدامبارام پارلمان ته په یوه تیلې فوني پیغام کې ویلي ''ترهګریزې کړۍ هند په نښه کول غواړي، چې اوس د برید ترسره کوونکو د هویت معلومول ناممکن دي.''
بې ثباته هند
وزیر ویلي چې ترهګر غواړي د چاودنو له لارې هند بې ثباته کړي.
د ځانګړو پولیسو مشر دارمندرا کومار خبریالانو ته وویل:''ماین په یوه لاسي بکس کې ځای پرځای شوی و، چې د سترې محکمې عمومي دروازې ته څېرمه چوول شوی.''
د هند سیمه ییزو تلوېزیونونو مړي او ټپیان لېږدوونکي امبولانسونه ښودلی.
د کیرتي اوپال په نامه یوه عیني شاهد ''سي این این'' خبري اژانس ته ویلي، چاودنه د محکمې په هغې عمومي دروازه کې شوې، چې خلک به ترې محکمې ته ننوتل:
په دروازه کې ګڼ خلک د ننوتلو په انتظار وو. پر سړک مې وینې ولیدې، مړي مې شاوخوا پراته ولیدل.
یو قانون پوه
''چاودنه ډېره زوروره وه. هرځای لوخړې شوې. موږ ګڼ ټپیان روغتون ته ولېږدول.''
د محکمې د ننه یوه قانون پوه ویلي ''د خپل ګاډي په درولو بوخت وم، چې یوه لویه چاودنه وشوه او هرې خوا ته لوخړې پورته شوې.''
دی زیاتوي: ''په دروازه کې ګڼ خلک د ننوتلو په انتظار وو. پر سړک مې وینې ولیدې، مړي مې شاوخوا پراته ولیدل.''
په تېر جولای کې د هند په سوداګریز ښار ممبۍ کې هم ورته چاودنې لږترلږه ۲۶ کسان ووژل.
د ممبۍ د پولیسو د کنټرول مرکز بي بي سي ته ویلي، چې دا مهال دغه ښار تر ښې څارنې لاندې دی.

ویل کېږي ماین محکمې ته د ننوتونکې دروازې په خوله کې په یوه بکس کې ځای پرځای شوی و.
په ډيلي کې د بي بي سي خبریال سنجای مجومدار وايي، د پېښې په سیمه کې ګڼ قانون پوهان او خلک وو، ځکه چې پر چهارشنبه محکمه د عمومي پلټنو پایلې اعلانوي.
زموږ خبریال زیاتوي، تر برید وروسته په ممبۍ ښار کې د امنیتي ځواکونو څارنه ډېره شوې ده.






















