نعمت الله کریاب
کونړ

د باجوړ د طالبانو ویاند وايي دغه هلکان يې د پولې په پورې خوا کې نيولي او اوس ېې د خپلې ځايي شورا تر پرېکړې په نامعلوم ځاى کې ساتي.
د هغو ۳۰ هلکانو د برمته کېدو مسؤوليت چې د تېرې پنجشنبې په ورځ نيول شوي وو د پاکستاني طالبانو دباجوړ ډلې پر غاړه اخیستى.
د احسان الله احسان په نوم ددغې ډلې يوه وياند بي بي سي ته ويلي، نيول شوي ماشومان نه دي.
دى وايي دغه هلکان يې د پولې په پورې خوا کې نيولي او اوس ېې د خپلې ځايي شورا تر پرېکړې په نامعلوم ځاى کې ساتي.
احسان وايي دغه هلکان يې ځکه نيولي چې پلرونه او خپلوان يې د طالبانو پرضد د جوړ شوي لښکر غړي او د ګڼو طالبانو کورنه او شتمنۍ یې دده په خبره لوټ کړي.
دی وايي ددوی خپله شورا به د نيول شوو برخليک ټاکي نه جرګه.
د باجوړ د طالبانو وياند وايي دوی له وړاندې ددغو کسانو د نيولو پلان جوړ کړى وو.
وړاندې د پاکستان چارواکو ويلي وو دغه کوچنيان په تېروتنه له پولې اوښتي او طالبانو برمته کړي، خو په سيمه کې هلته د ادعا له مخې کوچنيان يرغمل شوي د طالبانو يوه قومندان قاري ضياء الرحمان خپله ښکېلتيا رد کړې.
د کونړ چارواکي هم دا نه مني چې ګنې پاکستاني هلکان دې ددوې خاورې ته راوستل شوي وي.
د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي وايي دغه ماشومان د پاکستان په خاوره کې نیول شوې، دى وايي کچېرې دغه کوچنيان ددوی خاورې ته راوړل شوي وي، نو د خواخوږۍ له مخې به یې له قومي خلکو د خلاصون غوښتنه وکړي.
راپورونه وايي دغه هلکان د اختر د خوښيو په نيت راوتلي وو چې د وسله والو په ګوتو ورغلل.
دا لومړى ځل دى چې دومره لوی شمېر کسان او هغه هم کوچنيان د وسله والو له خوا برته کېږي.
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .