د قذافي زوی د یاغیانو د څپلو خبرداری ورکړ

سیف الاسلام

سیف الاسلام خبریالانو ته ویلي، چې پلار یې ''په امن کې دی'' او خبریالانو ته یې ټينګار کړی چې ''طرابلس لاهم د قذافي ځواکونو په واک کې دی.''

د معمرالقذافي زوی سیف الاسلام – چې پر تېره دوشنبه یې د نیول کېدا خبر خپور شو- پر تلوېزیون راڅرګند شوی او د یاغیانو د څپلو خبرداری یې ورکړی.

نوموړي دا هم ویلي چې طرابلس ته په ننوتلو سره د یاغیانو ځواکونه د هغه په وینا په 'جال' کې راګیر شوي دي.

په طرابلس کې د بي بي سي خبریال چې سیف الاسلام یې له نژدې لیدلی، وايي چې هغه خوشی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د لیبیا د یاغیانو ځواکونه ټینګ مقاومت کوي.

که څه هم یاغیان وايي چې د طرابلس ډېرې برخې یې لاندې کړې، خو لاهم د دغه ښار په ګڼو سیمو کې سختې جګړې او نښتې روانې دي.

د قذافي ځواکونو وکړای شو چې د ټلوالې هغه ځواکونه په شا وتمبوي، چې غوښتل یې ښار ته له لوېديځې خوا په زور ننوځي.

د بي بي سي خبریال ماتیو پرایس وايي، سیف الاسلام القذافي هغه هوټل ته رسېدلی، چې د سه شنبې پر ګهيځ په کې بهرني خبریالان هم موجود ول، او له ښاغلي قذافي سره یې خبرې کړې دي.

اوباما پر قذافي غږ کړی چې له واکه لیرې شي او د هغه له پلویانو یې غوښتي چې وسلې پرځمکه کېږدي او د لیبیایي وګړو د وینو له تویولو لاس واخلي.

سیف الاسلام خبریالانو ته ویلي، چې پلار یې ''په امن کې دی'' او خبریالانو ته یې ټينګار کړی چې ''طرابلس لاهم د قذافي ځواکونو په واک کې دی.''

نوموړی زیاتوي ''لوېديځ پرمختللې ټيکنالوجي لري. مخابرات یې ګډوډ کړي او د لیبیا ولس ته یې پیغامونه لېږلي. دا د ټيکنالوجۍ او رسنیو جګړه ده چې په لیبیا کې یې ګډوډي او وېره خپره کړې ده. '

هغه دا هم ویلي چې لوېديځ د سمندر له لارې د جګړه مارو او یاغیانو په مرسته لیبیا ته راغلی.

"جال"

سیف الاسلام زیاتوي چې د ټلوالې ځواکونه د هغه په وینا په هغه 'جال' کې راګیر شوي، چې په طرابلس کې ورته اېښودل شوی او په وینا یې د قذافي ځواکونو د ټلوالې ملا ماته کړې ده.

پر تېره یکشنبه د ټلوالې سرچینو وویل چې سیف الاسلام او د قذافي د کورنۍ یو شمېر غړي یې نیولي.

د نړیوالو جرمونو پروړندې د جنايي محکمې رییس لویس مورینو اوکامبو هم ومنله، چې سیف الاسلام نیول شو، او لاهای ته یې د لیبیا د ټلوالې له خوا د سیف الاسلام د لېږد هرکلی کړی و.

یاغیان

د لیبیا یاغیان وايي، چې د طرابلس ۹۵ خاوره یې لاندې کړې، خو د قذافي ځواکونه دا خبره ردوي.

پر معمر القذافي او د هغه پر زوی سیف الاسلام په طرابلس کې د انساني ضد جرمونو، وژنو او نیونو کولو تور دی.

د معمر القذافي د کشر زوی محمد القذافي د تېښتې یا تسلیمېدو یا د نیول کېدو خبر ورکړل شوی و.

فرانس پرېس خبري اژانسد لیبیا د ملي انتقالي شورا په حواله ویلي، محمد القذافي تښتېدلی دی.

پر همدې مهال، امریکايي ولسمشر بارک اوباما ویلي چې په لیبیا کې وضعیت لاهم ناڅرګند دی، خو په وینا یې د قذافي د نظام د ړنګېدو وخت رارسېدلی دی.

اوباما خبرداری ورکړ چې په لیبیا کې جګړه نه ختمېدونکې ده، چې په وینا کې لاهم هلته ځینې عناصر لوی د جګړې پلویان دي.

اوباما پر قذافي غږ کړی چې له واکه لیرې شي او د هغه له پلویانو یې غوښتي چې وسلې پرځمکه کېږدي او د لیبیایي وګړو د وینو له تویولو لاس واخلي.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .