تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
له ډېورېنډ کرښې سره غځېدلو قبايلي سيمو کې سياسي ګوندونو ته د فعاليت اجازه ورکړل شوې ده.
پر دې سربېره د (اېف سي ار) په نامه د انګرېزانو له وخته راپاتې شوی قانون کې هم ځينې بدلونونه راغلي دي.
د دغو پرمختياوو په اړه د قبايلي مشرانو له لوري بېلابېل غبرګونونه څرګند شوي دي.
د بدلون په اړه د دغې پرېکړې د قانونه له ۷۲ مادو څخه په ۱۷ کې ترميم يارغونه کېږي، چې تر ټولو مهم يې په ټوليزو چارو کې د بدلون قانون دی، له دې سره به په قبايلي سيمو کې سياسي فعاليت هم کېږي.
خو ځينې قبايلي مشران وايي تر هغه چې په سيمو کې يې د پوليټيکل واکمن نظام کې بدلون را نه شي دغه رغونې او ترميمونه به ګټه ونه لري.
رحمان الله پرې له پېښوره راپور راکوي.
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .