هندي پولیس د ډېر تمرین له کبله مري

هندي پولیس

یو شمېر هندي پولیس د سختو بدني تمرینونو په ترسره کولو کې پاتې راغلي دي.

په هند کې د پنځو هغو هندي پولیسو د مړینې خبر ورکړل شوی، چې د تېرو دوو اوونیو په درشل کې د ستونزمنو پوځي بدني تمرینونو له کبله یې ساه ورکړې ده.

راپورونه وايي، په شمالي اوتارا پرادیش ایالت کې پنځه هندي پولیس وروسته تر هغه مړه شول، چې د ستونزمنو پوځي تمرینونو ازموینه ترې اخیستل کېده.

په هند کې د پولیسو د ګمارنې لپاره سخت بدني تمرینونه اړین دي او په جسمي توګه کمزوري پولیس نه ګماري.

راپورونه وايي، له دغو پنځو پولیسو یې وروستی هغه پر تېره پنجشنبه په روغتون کې تر دوه ورځنۍ درملنې وروسته ومړ.

راپور کاږي، دغه پولیس د ازموینې پرمهال اړ کړل شوي، چې لس کیلومتره پرله پسې منډې ووهي.

ویل کېږي چې ۹۰ نور پولیس د اجباري منډې پرمهال بې هوښه شوي دي.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .