د بريد پر دويمه د هند په لويو ښارونو کې د خطر زنګ

چدامبرم

پلټنې روانې دي، خو تر اوسه د پړې ګوته چاته نه ده نيول شوې.

د هند د کورنيو چارو وزارت ويلي د چارشنبې په ماښام په ممبيي کې د دريو چاودنو په اړه له وړاندې څارګرې ادارې نه وې خبرې شوې. دوی وايي په دې تړاو يې تر اوسه هېڅ يوې ډلې ته د پړې ګوته نه ده نيولې.

د کورنيو چارو د وزير پي چدامبرم په وينا په دغو چاودنو کې اتلس کسه ووژل شول او لږ تر لږه ۱۳۱ کسه نور ټپيان شوي چې د ځينو حالت يې نازک ښوول شوی دی.

په ممبيي کې د ميلادي ۲۰۰۸ کال له بريدونو را وروسته دا دغلته د اورپکۍ لومړني بريدونه وو.

چاودنې د ممبیی ښار د زاویري بازار، اوپرا هاوس او دادر کې شوي او لومړنيو پلټنو ښوولې چې په دغو چاودنو کې له امونيم نايترېت نه کار اخيستل شوی دی.

له ممبيي نه د بي بي سي خبريالان وايي چې د تېرې ورځې له بريدونو وروسته د هند په لويو ښارونو کې امنيتي ځواکونو ته د اوچتې کچې د تيارسی امر شوی او امنيتي تدابير سخت شوي دي.

د ممبیي په ښار کې ژوند بېرته عادي کېدو ته ورستنېږي او زياتره هټۍ بېرته خلاصې شوي دي، خو هغه سيمې لا هم تړلې دي چې چاودنې په کې شوې دي.

د هند د کورنيو چارو وزير پي چدامبرم وايي پلټنې روانې دي، خو تر اوسه هېڅ يوه ډله د دغو بريدونو په تړاو پړه نه ده پېژندل شوې:

"پلټنې پر خلاص مټ کېږي او د اوس لپاره هېڅ ډلې ته ګوته نه شي نيول کېدی. ټولې هغه ډلې د شک تر کړۍ لاندې دي چې له هغوی سره د دا ډول بريدونو صلاحيت دی. ځکه نو په دې اړه ګمانونه نه کېږي چې د دغو بريدونو تر شا د چا لاس وو. "

پر ممبيي د ۲۰۰۸ کال په نومبر کې هم بريدونه وشول چې له امله يې ۱۶۶ کسه ووژل شول او د هند حکومت د دغو بريدونو د برابرولو پړه د پاکستاني حکومت د څارګرې ادارې پر ځينو پټو کړيو او په پاکستان کې په منع شوي ګوند، لشکر طيبه ور واچوله.

د هند د کورنيو چارو وزير ويلي چې د هېواد د ملي امنيت اداره او نورې څارګرې ادارې ممبيي ته رسېدلي او د پلټنو په برخه کې مرسته کوي.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .