سيد عبدالرحیم
نيويارک

د ويلو وړ ده چې د افغانستان د جنګ اغېزه پر امريکايي عسکرو او د دوی پر کورنيو نوی خبره نه وه او نه ده .
دغه څېړنه چې يوې طبي مجلې خپره کړې وايي چې د امريکا هغه ښځينه او نارينه عسکر چې د افغانستان او عراق جنګونو ته تللي او اولادونه لري اکثره يې په دماغي ناجوړيو اخته شوي .
د څېړني د ادعا له مخې، برابر درې لکه هلکان او نجوني چې عمرونه يې پينځه او ۱۷ کلن ښوول شوي او د اکثرو مور يا پلار د افغانستان يا عراق جنګ ته تللي دي، نو په سلو کې د ۱۷ تشخيص يې ددماغ ډول ډول ناجوړي بلل شوي دي لکه روحي فشار، ژوره خوابدتيا او په کړو وړو کې لېونحاله کارونه .
دا هم يادوي د هغو کوچنيانو مور يا پلار چې په جنګ کې يې ډېر وخت تېر کړی وي، د هغو حالت تر هغو کوچنيانو ډېر زيات خراپ وي چې مور يا پلار يې په جنګ کې لږ وخت تېر کړی وي .
پردې سربېره چې په امريکايانو کې د افغانستان د جګړې دغه اغېزه نوې خبره نه ده .
امريکايانو تېر ژمی هم داسې يو جاج اخيستی و او په کې راغلي وه چې هغه عسکر چې د افغانستان له جنګ راغبرګېږي نو ښځينه عسکر يې تر نارينه و زيات په دماغي ناجوړيو اخته وي .
دا اندېښنه لا هم څرګنده کړې وه چې دا ناجوړي نوره هم پسي ډېرېږي .
په هغه جاج کې ترټولو بده خبره دا بلل شوې وه چې اکثره ښځينه امريکايي عسکر چې په دغه ډول ناجوړي اخته وي نو امريکا ته تر راتګ وروسته د درملني وس هم نه لري، ځکه چې حکومت يوازي د نارينه لګښت پرغاړه اخلي چې د جګړې په ډګر کې جنګېدلي وي او ښځينه په جنګ کې مازي مرسته کوي او خپله نه جنګيږي .
د ويلو وړ ده چې د افغانستان د جنګ اغېزه پر امريکايي عسکرو او د دوی پر کورنيو نوی خبره نه وه او نه ده .
له کلونو راهيسې دغه لانجه د امريکا په ادبياتو لکه په فلمونو، سريالونو، ناولونواو لنډو کيسو کې ښه سمه ځلېدلې او ځلېږي .
په دغه لانجو کې د طلاق، دماغي ناجوړيو او د خپلو اولادونو د وژلو زياتېده د کيسو پام وړ ټکي دي .
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .