
د فلم جوړوونکي ډن فنګ ډینیس په فسټيوال کې وویل دا فلم د جګړې د ریښتنې څېرې په اړه دی چې موږ یې په اړه فکر کوو.
د 'سن ډانس 'Sundance په نامه د فلمونو فسټیوال هرکال د امریکا په اوتاه ایالت کې جوړېږي .
په دې فیسټيوال کې آزاد فلم جوړوونکي خپل فلمونه نندارې ته وړاندې کوي .
زیاتره هغه فلمونه نندارې ته وړاندې کېږي چې ډراماتیک یا مستند وي .
دواړه اوږده او لنډ فلمونه نندارې ته وړاندې کېږي او جایز اخلي .
د فلمونو دا فسټيوال له ۱۹۷۸میلادي کال راهیسې هرکال د جنورۍ په وروستیو کې جوړېږي .
سږکال په دې فسټيوال کې چې داسي یوه مستند فلم هم جایزه ګټلې ده چې په افغانستان کې د جګړې په کرشه کې د عسکرو ژوند بیانوي .
دې مستند فلم چې دوزخ او ترې بیرته راتګ نومېږي د مستندو فلمونو او فلمبردارې یا فلم اخیستو په برخه کې جایزه ګټلې ده.
د فلم جوړوونکي ډن فنګ ډینیس په فسټيوال کې وویل دا فلم د جګړې د ریښتنې څېرې په اړه دی چې موږ یې په اړه فکر کوو.
دا د هغو عسکر په ویاړ جوړ شوی چې د جګړې له ډګره بېرته نه دي راغلي .
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .