
په پاکستان کې په فرقه ييز تاوتريخوالي کې د مذهبي مراسمو په مهال هر کال چاودنې کېږي.
د پاکستان په لاهور او کراچې کې دوه ځانمرګيو بريدونو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او له ۵۰ زيات نور تپيان شوي دي.
په لاهور کې بمي چاودنه د امام حسين د څلوېښتيزې لاريون او دداتا ګنج بخشد عرس په مهال به اردو بازار کې پر يوې جوړې شوې پوستې شوې ده. په دغه چاودنه کې نهه کسان وژل شوي او ۵۲ نور ټپيان شوي دي.
د لاهور له بريد لږ څه وروسته د سند په مرکزي ښار کراچۍ کې هم يو ځانمرګی بريد شوی، چې دری کسان په ووژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
د پنجاب د قانون وزير رنا ثناء الله ويلي د لاهور بريد ګر عمر ۱۵ او ۱۷ کلونو ترمنځ و، او کله چې دغې پوستې ته ورنژدې شو نو له خپل ځان سره يې چاودنه وکړه.
په دې اړه د طاهرخان راپور دلته اورېدی شیء:
تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
د کراچۍ بريدګر چې پر موټر سايکل سپور و، د پوليسو له موټر سره یې ځان ټکر کړ، چې په چاونې سره د دوو پوليسو کارکوونکيو په ګډون په کې دری تنه ووژل شول او څلور ټپيان شول.
تېر کال هم د امام حسين څلوېښتيزې په مهال په کراچۍ د ویرکوونکيو يو بس په نښه شوی و، چې په چاودنه کې ګن شمېر کسان ووژل شول.
په پاکستان کې په فرقه ييز تاوتريخوالي کې د مذهبي مراسمو په مهال چاودنې کېږي، چې د ګڼې ګوڼې له امله يې د مرګژوبلې کچه هم لوړه وي.






















