
په نوي قانون کې پر لنډو لمنو او تنګ جینز اغوستو بندیز لګول شوی دی.
د ایټالیا په یوه ساحلي ښار کې چارواکي د ښځو د لنډو لمنو پر اغوستلو او یا داسې کالیو غور کوي، چې تر ډېره د نارینه وو پام ورجلبوي.
د ایټالیا کاسټیلا ماري دی ستابیا هغه ښار دی، چې چارواکو ته یې لومړي وزیر ورته د اخلاقي فساد او جرمونو پرضد لانور صلاحیت ورکړی دی.
د دغه ښار ښاروال لويجي بوبیو وايي، غواړي، چې په دغه ښار کې عامه نظم مراعات او له ناوړه اخلاقي کړنو خلک راوګرځوي.
نوموړی وايي که چا د هغوی له دغو نویو لارښوونو سرغړونه وکړه، ۶۹۶ امریکايي ډالره به جریمه کېږي.
په روم کې د بي بي سي خبریال وايي، ښاروال په دې کار سره غواړي چې هغه سیاست عملي کړي چې په وینا یې "ښځې باید لنډې لمنې وانه غوندي او یا دا چې د بدن زیاتره برخه یې لوڅه ښکاري."
خبریال زیاتوي، د قانون له مخې، دغه ښار ته راتلونکي کسان او زایرین باید لنډ جینز او یا لنډې لمنې وانه غوندي.
بوبیو وايي له دغه نوي قانون څخه موخه د هغو کسانو موندل دي چې په وینا یې "ګډوډۍ ته لمن وهي او یا دا چې اخلاقي فساد خپروي."
همدا شان د قانون له مخې د سمندر څنډې ته پر لمرینو حمامونو او یا استراحت ځایونو هم بندیز لګول شوی.
په قانون کې ویل شوي چې په عامه ځایونو کې باید د فوټبال لوبې ونه شي.
بل خوا بادري دون پاولو سیسیري د دغه قانون هرکلی کړی او دا یې "یوه ښه پرېکړه" بللې ده، چې په وینا یې "قانون د جنسي تېریو او اخلاقي سرغړونو د مخنيوي پر وړاندې یوه ښه وسیله کېدای شي."
















