
تر پېښې وروسته زوم نیول شوی دی .
په ترکيه کې د يو واده په مهال زوم خپل درې تنه خپلوان په تېروتنه په ډزو وژلي دي.
راپورونه وايي دغه سړي د ترکانو د دود له مخې د خپل واده د لمانځنې په موخه په هوا کې ډزې کولې، چې ورسره يې پر خپلې اتوماتې وسلې کنټرول له لاسه ورکړ او ګولۍ يې پر مېلمنو وويشتلې.
د ترکيې (اناتوليا) خبري رسنۍ وايي په پېښه کې د ناوې پلار، او دوې ترورګانې وژل شوې، او اته نور ټپيان شوي دي.
زوم نيول شوی دی.
ترکي رسنۍ وايي زوم له خپل کنټروله وتلی دی.
دا پېښه د ترکيې د شمال لوېديځ ګازیاتيپ ولایت په اکاګوزي کلي کې شوې ده .
















