په کاليفورنيا کې پر همجنسبازانو د واده بنديز ليري شو

همجنسبازان

په کاليفورنيا کې همجنسبازان د دوی پر ودنو د بنديز د ليري کېدو جشن نمانځي.

له هغه ورسته چې د متحدو ايالتونو يوه فدرالي قاضي په کاليفورنياکې د همجنسبازانو پر ودونو لگيدلى بنديز ليري کړ، د همجنسبازانو د حقونو فعالان جشن نمانځي.

د قاضي وان واکر په وينا د همجنسبازانو پر ودنو بنديز د دوی له قانوني حقونو څخه سرغړونه او له دوی سره تبعيض دی .

کليفورنيايانو دوه کاله مخکې په يو داسې ګام کې د همجنسبازانو ترمنځ پر ودونو بنديز ته رايه ورکړې وه چې محافظه کاره مذهبي ډلو يې ملاتړ کاوه.

ددغې ټولپوښتنې له مخې په سلو کې دوه پنځوس رايه ورکوونکو ددغه بنديز په پلوي رايه ورکړې وه او اته څلوېښتو يې مخالفت کړی و.

د بنديز تر پرېکړې وروسته د همجنسبازانو يوې جوړې محکمې ته شکايت وکړ او دا کار يې د امريکا له اساسي قانون او له خپلو حقونو څخه سرغړونه وبلله .

دغې جوړې ويل ، په داسې حال کې چې نور خلک د خپل خاوند يا مېرمنې په غوره کولو کې اختيار لري خو په کاليفورنيا کې دغه بنديز له همجنسبازانو څخه دا حق اخيستی دی .

ددغه بنديز پلويانو تر دې مخکې اعلان کړی و چې که محکمه دغه بنديز له منځه يوسي نو د امريکا سترې محکمې ته به شکايت کوي.

د دوی دليل دا و چې دغه بنديز د کاليفورنيا د اکثريت وګړو او رايه ورکوونکو د خوښې په پايله کې لګېدلی دی.

قاضي واکر د همجنسبازانو پر واده کولو بنديز له منطيقي استدلال څخه تش وباله.

د کاليفورنيا والي ارنولډ شوارتزنګر د محکمې ددغې پرېکړې هر کلی دی کړی دی . هغه ويلي د محکمې حکم په کاليفورنيا کې د سلګونه زره همجنسبازانو د قانوني ملاتړ ضمانت کوي .

دا مهال د واشنګتن په ګډون د امريکا په پېنځو ايالتونو کې د همجنسبازانو تر منځ ودونه رسميت لري خو په ځينو نورو کې پرې بنديز دی .

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .