
د لاهور په ښار کې دوه مياشتې وړاندې ځانمرگى بريد هم شوى و
د پاکستان د پنجاب ايالت په مرکز لاهور کې وسله والو کسانو د احمديانو پر دوو جوماتونو پر يو وخت بريد کړى دى .
پوليس وايي وسلوالو لاسي بمونه کارولي او پر خلکو يې ډزې کړې دي .
له ځينو بريد کوونکو سره د ځانمرگي بريد لپاره له چاوديدونکو توکو ډک واسکټونه هم و .
دوی زياتوي چې په دواړو بريدونو کې لږ تر لږه اويا تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي .
وسله والو ، لومړی په جوماتونو کې چې په دوو جلا سيمو کې دي عبادت کوونکي يرغمل نيولي دي .

پوليس وايي په لسگونو کسان وژل شوي دي
پوليس او امنيتي ځواکونه سيمې ته ورغلي او وسله والو پرې ډزې کړي دي .
تلويزيوني تصويرونو ښوولې چې يوۀ وسله وال کس د جومات له منارې لاندې پر پوليسو ډزې کولې .
يوۀ عيني شاهد چې په جومات کې بند و يوۀ پاکستاني تلويزيون ته په گرځنده تيلې فون وويل چې وسله والو لومړى لاسي بمونه وغورځول .
د دغه يرغمل شوي کس په وينا وسله وال په کلاشينکوف سمبال ول او لاسي بمونه ورسره و .
پاکستاني رسنۍ وايي چې تر اوسه لږ تر لږه يو پوليس وژل شوى دى او يو وسله وال بريد کوونکى چې ټپي شوى و ، نيول شوى دى .
په جوماتونو کې يو په ماډل ټاون سيمه کې دى ، په همدې سيمه کې دوه مياشتې وړاندې ځانمرگى بريد شوى و .
















