
دا په کابل کې پر هندي وګړو تر خونړيو بريدونو ورسته هند ته د کرزي لومړی سفر دی.
ټاکل شوې چې افغان ولسشمر حامد کرزى د دوشنبې په ورځ (د اپريل ٢٦مه ) هند ته ولاړ شي.
هند ته د ښاغلي کرزي د سفر موخه له لومړي وزير منموهن سينگهـ سره د دواړو هېوادونو پر اړيکو او د ترهگرۍ ضد مبارزې په اړه خبرې اترې کول ښوول کېږي.
د ښاغلي کرزي وياند وحيد عمر وويل ولسمشر کرزى به د هند په گاونډ بوتان کې د جنوبي اسيا د سيمه ييزې همکارۍ د سازمان 'سارک' غړو هېوادونو له يو شمېر چارواکوسره هم وگوري.
هند د سيمې په کچه له افغانستان سره د سترو مرستندويه څخه شمېرل کېږي چې د چارواکو په خبره په تېرو څوکلونو کې له کابل سره کې ميليونونه ډالره مرسته کړې ده.
زموږ همکار جعفر هاند هند ته د ولسمشر کرزي د سفر په پلمه له افغانستان سره د نوموړي هېواد مرستو او د دواړو هېوادونو اړيکو ته کتنه کړې ده.
هند د سيمې او د سويلي اسيا په هېوادونو کې د اقتصاد،پوځي ځواکمنتيا او ډيموگراسۍ له اړخه يو پياوړى هېواد بلل کېږي.
هند د افغانستان د نوي حکومت له جوړيدو را وروسته له دغه هېواد سره په ټوله کې يوزر دوه سوه اودوه څلوېښت ميليونه ډالره يانې يو اعشاريه دوه سوه دوه څلويښت ميليارده ډالره مرسته کړې دې چې د افغانستان په هغو برخو کې لگول شوې چې اړتيا ورته ليدل کېده.
نجیب منلی
دغه هېواد د تاريخ په بېلابيلو پړاوونو کې له افغانستان سره ښې راشه درشه درلودې او تل يې له افغانانو سره د ښو اړيکو د ساتلو او ټينگولو هڅه کړې ده
افغان حکومت وايي ډيلي د طالب رژيم له نسکورېدو را وروسته له کابل سره خپلو مرستو ته زور ورکړى دى.
د افغانستان د ماليي وزارت سلاکار نجيب منلى وايي هند په تېرو شاوخوا نهو کلونو کې له افغانستان سره څه باندې يو ميليارده ډالره مرسته کړې چې په بېلابېلو برخو کې لگول شوي دي
''هند د افغانستان د نوي حکومت له جوړيدو را وروسته له دغه هېواد سره په ټوله کې يوزر دوه سوه اودوه څلوېښت ميليونه ډالره يانې يو اعشاريه دوه سوه دوه څلويښت ميليارده ډالره مرسته کړې دې چې د افغانستان په هغو برخو کې لگول شوې چې اړتيا ورته ليدل کېده. ''
د هند د شوو مرستو پام وړ برخه په لوېديځ کې د زرنج دلارام د لويي لارې پرجوړولو او پخولو لگول شوې ده.
دا هغه لاره ده افغانستان له ايران او له هغه ځايه د هند له سمندر سره نښلوي چې د ډېرو په باور دا د افغانستان د اقتصاد د پياوړتيا او بهر ته د افغان توليداتو د لېږد رالېږد يوه ښه ترانزيتي لاره ده.

هند ډاډ ورکړى چې له افغانستان سره به خپل روابط تاوده او مرستې به همداسې روانې ساتې .
د فوايد عامې افغان وزير سهراب علي صفري وايي هند د دغه ٢٢٢ کيلومتره سړک پر جوړولو تراتيا مېليونه ډالرو زيات لگولي دي:
'' د دغه سړک جوړيدنې لومړۍد زرنج خلکو ته ډېرې اسانتياوې برابرې کړي دي،اول دغه ځاى وچه دښته وه خو اوس د دغه سړک له برکته زرنج په يولوى ښار بدل شوى دى.دويمه دا چې له اقتصادي پلوه موږ ته ډېرې اسانتېاوې برابرې شوي،اوس په اسانۍ سره مالونه د ايران له چابهار بندر نه افغانستان او له افغانستان نه ايران ته لېږدولى شوى. '
د يو شمېرکارپوهانو په باور ښايي د دغه سړک په جوړولو کې د هند يو هدف دا وي چې د سمندله لارې خپل صادراتي توکي ايران او له دغه هېواد نه افغانستان ته واستوي او په دې ترتيب د پاکستان له لارې خپلوصادراتو ته د پاى ټکى کېږدي
له يادو شوو مرستو سربېره، هند نورې مرستې بيا د افغانستان د ښوونې او روزنې په برخه کې کړي دي
همدا اوس هرکال سلگونه افغان زده کوونکي او ښوونکي د لوړو زدکړو په موخه دغه هېواد ته لېږل کېږي چې د لوړو زده کړو دوزارت د وياند عظيم نور بخش په وينا په تېرو څلورو کې کلونو کې شاوخوا پنځلس سوه افغانان د زده کړو لپاره هندته تللي:
''هند د نورو هېوادونو پرتله د افغانستان د لوړو زده کړو له وزارت سره په بېلا بېلو برخو کې مرستې کړي. له تېرو څلورو کلونو راهېسې هند هر کال افغانستان ته ٥٠٠ تحصيلي بورسونه ورکوي چې ٤٢٠ يې د ليسانس په کچه او ٨٠ نور يې د ماسټرۍ دي. همدا اوس شاوخوا ١٦٠٠ افغانان د هند په بېلا بېلو پوهنتونونو کې لوړې زده کړې کوي.''
هند په تېرو ۹ کلونو کې په افغانستان کې د خپلو فعاليتونو په ترڅ کې خپل يو شمېر وگړي هم لاسه ورکړ.
ښاغلي نوربخش وويل هند په پام کې لري چې په افغانستان کې د مېليونونو ډالرو په ارزښت د زراعت يو پوهنتونو هم جوړ کړي چې کارونه يې اوس اوس پيل شوي دي.
له دې ور اخوا د روغتيا په برخه کې په کابل کې د هند د يوې پخوانۍ لومړۍ وزيرې اندرا گاندهي په نامه د ماشومانو د يوه لوى روغتون موجوديت د يادولو دي.
دغه راز د افغان حکومتي کارکوونکو د وړتياوو د لوړوالي او د بريښنا د کوچنيو بندونو د جوړلو په برخه کې هم د ډيلي مرستې پام وړ بلل کېږي.
اوس پوښتنه دا ده چې ولي هند له افغانستان سره دومره مرستې کوي او له دغه هېواد سره دلچسپې ښيي.؟
ډېر په دې باور دي چې هند غواړي په افغانستان کې خپل نفوذ پياوړى کړى چې وخت ناوخت ترې د خپل رقيب پاکستان په وړاندې گټه واخلي خو،افغان حکومت او په خاص ډول ولسمشر کرزي څو څو ځلې دا خبره کړې چې هيچاته به دا اجازه ورنکړي چې هېواد يې د کوم بل هېواد په وړاندې وگاروي .
همدغو انديښنو ته په کتو يو شمېر سياستوال په دې باور دي چې د افغانستان نژدې گاونډ پاکستان له کابل سره د ډيلي پردغو مرستو او دغلته دنوموړي هېواد پر پراخ حضور انيښمن دى، د دوى انگېرنه دا ده چې کيدى شي د کابل- ډيلي د دغو تودو اړيکو په پايلو کې د اسلام اباد گټو ته زيان وسېږي.
هند په تېرو ۹ کلونو کې په افغانستان کې د خپلو فعاليتونو په ترڅ کې خپل يو شمېر وگړي هم لاسه ورکړ.
څو مياشتې د مخه په کابل کې پر يوه ميلمستون د بريد په ترڅ کې او له هغه وړاندې د هند پر سفارت د ځانمرگي بريد له امله يو شمېر هنديان ووژل، چې د دغو بريدونوپړه په پاکستان کې د مېشتې اورپکې ډلې لشکرې طيبه او د دغه هېواد پر استخباراتي ادارې آى اس آى واچول شوه خو پاکستان دغه تورونه په کلکه رد کړي دي.
له دې هرڅه سره سره هند ډاډ ورکړى چې له افغانستان سره به خپل روابط تاوده او مرستې به همداسې روانې ساتې .
















