بي بي سي پښتو ډاټ کام

په تېر اکتوبر کې وسله والو په لاهور ښار کې د امنيتي ځواکونو پر درو ودانيو بريدونه وکړل، چې په پايله کې 38 تنه ووژل شول .
د پاکستان په لاهور کې ښار کې پر پوځي کاروان دوه هممهاله ځانمرګي بريدونه شوي، چې له امله يې 45 تنه وژل شوي او تر 90 ډېر نور ټپيان دي .
پاکستاني پوليس وايي بريد د لاهور ښار په چاوڼۍ سيمه کې د پوځيانو پر کاروان شوی .
د پوليسو په وينا، لومړی بريد د لاهور په کېنټ د ګڼې ګوڼې ډکې سيمې په يوه مارکېټ کې وشو .
چارواکو ويلي په بريد کې پوځي کاروان په نښه شوی و .
په وژل شوو کې شپږ پوځيان دي .
په تېر کال کې لاهور دې ته ورته ځينې خونړي بريدونه وشول .
د تېرې دوشنبې په ورځ په لاهور ښار کې د استخباراتي کارکوونکو يوه ودانۍ ويجاړه کړه، چې 13 تنه پکې ووژل شول .
د پنجاب ايالت د قانون وزير رانا ثناء الله د جمعې په ورځ خبريالانو ته وويل : "د 15 او 20 ثانيو په درشل کې دوې زورورې چاودنې وشوې، په سيمه کې خلکو راته وويل چې دواړه چاودنې ځانمرګي بريدونه وو، چې له چاودېدونکوتوکو خپل ډک موټر سايکلونه يې د پوځي کاروان او امنيتي ځواکونو په منځ کې وچوول . "
لومړۍ چاودنه آر اې بازار ته څېرمه شوې .
دویمه چاودنه بيا په صدر سيمه کې شوې .
د لاهور د بريدونو پړه د تحريک طالبان پاکستان يا (TTP) پرغاړه اخيستې ده .
د تېرې دوشنبې تر بريدونو وروسته پاکستاني طالبانو ګواښ کړی و، تر هغه چې پاکستان او د امريکا بې پيلوټه الوتکو د وسله والو پرضد خپل عمليات او بريدونه نه وي درولي، دوی به په ټول پاکستان کې 3000 ځانمرګي بريدګر خواره واره کړي .
پاکستان د افغانستان پولې ته څېرمه په نارامه قبايلي سيمه کې له اورپکو سره په جګړه بوخت دی .
په تېره يوه مياشت کې پاکستان د طالبانو ځينې جګپوړي مشران ونيول .
رپوټونه وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې پاکستان کې د اورپکو په بريدونو کې سلګونه ولسي وګړي وژل شوي .
په اسلام اباد کې د بي بي سي خبريال عليم مقبول وايي داسې نښې نښانې نه شته، چې ګني پاکستان کې دې د تاوتريخوالي کچه راټيټه او يا ارامي راشي .
په تېر اکتوبر کې وسله والو په لاهور ښار کې د امنيتي ځواکونو پر درو ودانيو بريدونه وکړل، چې په پايله کې 38 تنه ووژل شول .
او په تېر دسمبر مياشت کې بيا په دغه ښار کې دوو زورورو چاودنو 48 تنه ووژل او تر 100 ډېر نور يې ټپيان کړل .
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .