د کابل کریکټ "شپږیزه"، ۲۰ اوریزې سیالۍ

26 اګست 2014 - 04 وږی 1393 د خپرېدو نیټه 11:22 گرینویچ

د افغانستان تر ټولو سترې کلنۍ کریکټ لوبې سه شنبې پر ورځ (اګست ۲۶ مه) د کابل د کریکټ په لوبغالي کې پیل شوې.
د کریکټ د "شپږیزه" په نوم د لوبو لړۍ، چې د افغانستان تر ټولو سترې کلنۍ کریکټ لوبې دي، نن سه شنبې(اګست ۲۶ مه) د کابل د کریکټ په لوبغالي کې پیل شوې.
ټینا سنګلتن، هغه بهرنۍ مېرمن ده چې په ډېره لېوالتیا د دغو سیالیو ننداره کوي او د افغان کریکټ راتلونکې ډېره روښانه بولي.
د کریکټ بورد چارواکي روان تورنمنټ د افغان کورني کریکټ وده بولي.
په لومړي ځل په ۲۰۱۲ کال کې دغه سیالۍ د پیپسي کپ په نوم نومول شوې وې او وروسته بیا په ۲۰۱۳ کال کې د "شپږیزه" نوم ورکړل شو.
د افغانستان کريکټ بورډ (اې سي بي) تمه لري چې دغه سیالۍ به په افغانستان کې ډېر مینه وال پر ځان رامات کړي او په تلویزیون به هم ډېر لېدونکي ولري.
دغه شل اوریزې سیالۍ به تر ۷ ورځو دوام ولري او پایلوبه به یې د سې شنبې پر ورځ (د سپټمبر دویمه) ترسره کېږي.
د دغو سیالیو لپاره په ځانګړي ډول له پنځو زونونو لوبډلې غوره شوې دي: آمو نهنګان، سپین غر زمریان، بند امیر ښاماران، بست ساتونکي او مس عینک اتلان.
په وروستیو کې کریکټ په افغانستان کې ډېر مینه وال پیدا کړل چې د عمر او جنس پولې ماتې کړې او په کلیوالو سیمو کې هم دا لوبه دود شوې دي.
د کريکټ بورډ د چارواکو په وینا، په دغه تورنمنټ نژدې پنځه لکه ډالره لګښت راغلی چې ډېری برخه یې د پانګوالو لخوا ورکړل شوې.
هره ورځ به دوه لوبې کېږي، لومړۍ به د سهار پر ۹ بجو او دویمه هغه به د ماسپښین په یوه بجه پیلېږي.
د دغو لوبو له لارې ځوان لوبغاړي ډېرې ګټورې تجربې تر لاسه کولي شي.
دغه د کریکټ هغه واړه مینه وال دي چې د ټکټ نه لرلو له امله له لوبغالي بهر سره لمر ته ولاړ دي او هر څوک چې له لوبغالي راوځي د لوبې حال ورنه پوښتي.
دغه لوبې ولایتي لوبغاړو ته د ملي ستورو تر څنګ د لوبېدا فرصت ورکوي.
په لوبو کې به د ملي ټیم، د ۱۹ کلنو ځوانانو ټیم او د زونونو د ټیمونو لوبغاړي برخه اخلي.