د بامیان په هسکو غرونو کې بهرنیان سکي لوبه کوي

سکي

بهرني سيلانيان او لوبغاړي داسې مهال باميان ته تللي چې دغه ولايت له امنيتي گواښونو ژغورلی نه بلل کېږي.

په افغانستان کې سږنۍ درنې واورې ددې لامل شوي چې دغه هېواد ته په گڼ شمېر نړيوال سيلانيان او په ځانگړي ډول د سکي لوبې لوبغاړي ورشي.

باميان د افغانستان په مرکز کې پروت هغه ولايت دى چې اوس په کې د سکي په گډون ژمنۍ لوبې تودې دي.

سیمه یيز چارواکي وايي چې په دې چارو سره د باميان ولايت يو شمېر اوسېدونکو ته د کار موکه برابره شوې ده، او د هوټلونو او گرځندويي بنسـټونو د عايداتوکچه هم لوړه شوې ده.

سږنيو درنو واورو که له يوه يلوه د ځينو سيمو لارې تړلي او خلک يې له راز راز ستونزو سره لاس او گريوان کړې دي، نو بل پلو يې له کبله د باميان په څير ولايت کې واورينو لوبو ته لاره پرانیستې او يو شمېر خلکو ته يې د کاروبار اسانتيا برابره کړې ده.

سکي لوبه چې يو ډول پر واوره ښويېدنه ده په افغانستان کې اوږده مخينه نه لري، خو اوس د باميان په هسکو غرونو کې دا لوبه پيل شوې ده.

د باميان د اطلاعاتو او کلتور برخې يو تن چارواکى عباس خاوري وايي چې د سکي لوبې لپاره راتونکي ډيرى خلک بهرنيان دي:

''يو شمير بهرني سيلانيان هم شته چې د نيوزلنډ او ايټاليې په څير هيوادونو څخه راغلي دي،په باميانو کې سکي لوبې ته ډيرې اسانتياوې شته،د فولادي په څير سيمو کې چې د غرونو لوړوالى يې پنځه زره او پنځه سوه مترو ته رسيږي، سکي لوبه کيږي.''

سکي

سکي لوبه افغانستان کې اوږده مخینه نه لري.

چارواکي وايي چې په دې واورين ژمي کې په باميان کې د لوبو د ډگر تودېدو يو شمېر سيمه یيزو خلکو ته د کار اسانتيا پيدا کړې او ورسره د هوټلونو او گرځندويي بنسټو عايدات هم د پخوا په پرتله لوړ شوي.

بهرني سيلانيان او لوبغاړي داسې مهال باميان ته تللي چې دغه ولايت له امنيتي گواښونو ژغورلی نه بلل کيږي، خو ددغه ولايت چارواکي وايي چې سيلاني او لوبيزې سيمې خوندي دي او نړيوال سيلانيان کولاى شي چې په ډاډه زړه ورشي.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .